انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي. نوموړې د "نا ویلې خبرې" په نوم پاډکاسټ جوړوي چې پکې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې اکثر ورباندې خلک د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له وجې نه غږېږي. د پاډکاسټ ټولې برخې دلته اورېدای شئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د سېنېټ د بشري حقونو د قایمه کمیټۍ غړي عثمان کاکړ د سېفران [د سرحدونو او ریاستي چارو] د وزیر شهریار اپریدي
په خیبرپښتونخوا کې د بشري حقونو کارکونکي وايي، په دې صوبه کې ناموسي وژني زیاتې شوې دي خو حکومت یې د مخنیوې لپاره سم ګامونه نه پورته کوي.
د ماشومانو د حقونو په اړه په دې نوې خپرونې کې په پېښور کې د ماشومانو پر ځانګړي عدالت خبرې شوې دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پر کور د پولیسو چاپې اندېښمن کړي او وايي د حکومت دا اقدام د بیان د ازادۍ مخنیوی کول دي.
د پي ټي ای حکومت له پکار ده چې په معاشي، ټولنیزه او سیاسي توګه خپلې پالیسیانې سمې کړي او اپوزیشن ته د احتجاجونو موقع ورنکړي. سیاسي شنونکې ډاکټره خالده غوث
د افغانستان د پنجشېر ولایت په عبدالله خېل دره کې خلک پر واورو د ښوېدو لپاره سرچه کاروي. په پنجېشر کې په دې پسرلې موسم کې هم واوره ده او خلک هره ورځ سهار وختي پر سرچې د شوېدو لپاره بیدارېږي. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې چې د ازادۍ راډیو خبریال احمد هنایش جوړ کړی او انیسې اجمل پښتو کړی.
د بلوچستان خوړو او غذايي نیوټریشن پروګرام چارواکي وايي، په دې صوبه کې د خوړو او غذاییت د کمۍ له وجې هر دوهم ماشوم د وړوکي قد او کم وزن ښکار دی.
د پېښور په ښار کې د خان کلب په نوم یوه وداني ده چې شاوخوا ۲۰۰ کاله زړه ده. دا پخوا د هندوانو حوېلۍ وه او وروسته د انګرېزانو په وخت کې د ساعت تېری ځای شو. د ودانۍ بهر او دننه د لرګي نقاشۍ کار شوی خو اوس ویجاړه پرته ده. ویډیو وګورئ.
د پوځ بیان وايي، د مې پر ۱۱مه تر برید وروسته پوځي سرتېرو په هوټل کې عملیات پیل کړل چې پکې پېنځه کسان ووژل شول چې پکې څلور یې د هوټل کارکوونکي
د کرکټ نومیالي لوبغاړي شاهد اپریدي خپل ژوندلیک خپور کړی دی چې په اړه یې د مې پر څلرمه په کراچۍ کې غونډه وشوه. نوموړي په کتاب کې پر ځېنو داسې موضوعاتو خبرې کړې دي چې وار له مخه یې په رسنیو کې لانجمن بحثونه پارولي. د اپریدي د کتاب په اړه د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د ماشومانو د حقونو په اړه د دې نوې خپرونې په دویمه برخه کې مو د ماشومانو په تعلیمي صورتحال او د هغوی ته په ورپېښو ستونزو ترڅنګ پر نورو موظوعاتو له چارواکو او د بشري حقونو مبارزانو سره خبرې کړې دي.
په برتانیا کې یو آس د دې لپاره روزل کېږي چې نابینا خلکو سره له یو ځایه بل هغه ته په تګ کې مرسته وکړي. د دې لپاره د ډېګبي په نوم آس د لندن په ځمکلاندې اورګاډي کې ګرځول شوی. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د برتانیې په لندن کې یوې ناحکومتي ادارې د بې کوره خلکو د سپیو وړیا درملنه پیل کړې. د کوڅو د سپیو لپاره جوړه اداره وايي، د سپیو د بېلا بېلو ناروغیو علاج اړین دی. د دوی په خبره، زیاتره هوټلونه سپي دننه نه پرېږدي نو ځکه یې مالکان هم په کوڅو کې ویده کېږي. د اسوشي اېټډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فېشن ننداره شوې چې پکې د ګڼو جامو جوړوونکو کالي نندارې ته وړاندې کړل شو. په دې کې روایتي او کلتوري کالیو ته د نوی دور بڼه ورکړل شوې وه. انیسه اجمل په دې اړه د ایسوشيېټد پرېس ویډیو پښتو کړې ده.
د ماشومانو د حقونو په اړه د دې نوې خپرونې په لومړۍ برخه کې مو د ماشومانو حقونو، بریاوو او هغوی ته په ورپېښو ستونزو ترڅنګ پر نورو موضوعاتو
د عراق یو ځوان د دې له کبله مشهور شوی دی چې څهره یې د پرتګال نومیالي فوټبالر کرېسټیانو رونالډو ته ورته دی. دا عراقی ځوان خپله هم فوټبال کوي او ګڼ خلک ورسره انځورونه اخلي. دی وايي، غواړي یوه ورځ له رونالډو سره وویني. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ