د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نسکورې شوې الوتکې څېړنه څلورکسزه کمېټه کوي


ځايي خلک د نسکورې شوې الوتکې په ځای کې دي.
ځايي خلک د نسکورې شوې الوتکې په ځای کې دي.

په کراچۍ کې د مې پر۲۲مه د پاکستان هوايي شرکت پي ایي ای الوتکې د غورځیدو د پلټنو لپاره وفاقي حکومت څلور کسیزه ډله جوړه کړې ده.

د هوابازی ادارې لخوا د مې پر ۲۲مه رسنیو ته په لېږدول شوې بیان کې ویل شوي چې د دې پلټنیزې ډلې مشري به د الوتکو حادثو او دې لړ کې د تحقیقاتي بورډ مشر محمد عثمان غني کوي.

په پېښور کې د مشرق ټي وي بیورو چیف او خبریال محمود جان بابر د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د الوتکو نسکورېدو حادثې شوي دي او حکومت د هغې لپاره تحقیقاتي ډلې، کمیټیانې او یا کمیشنونه جوړ کړي دي خو څه خاصې نتیجې یې مخې ته نه دې راغلي.

"څلور پېښې ماته یادې دي او یوه پکې ټولې نړۍ ته یاده ده چې د هغه وخت صدر ضیاالحق، امریکاي سفارتکار او د پاکستان جنرالان په یوه الوتکه کې ناست وو چې نسکوره شوه. د دومره لویو خلکو د پېښې تحقیقاتو نتیجې مخې ته نه دې راغلې او نه هم د ورستیو درو پېښو راغلي دي. نو زما په خیال دا بیانونه او د تحقیقاتو خبرې یوازې د دې لپاره کېږي چې د متاثره کورنیو د سکون لپاره وي چې ګواکې حکومت څه هلې ځلې کوي. دلته په پاکستان کې د تحقیقاتو رواج شته خو د هغې د نتیجو نه شته."

د کراچۍ الوتکې پېښې مړې له ۱۰۰ زيات شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:49 0:00

د مې پر ۲۲مه د پي ایي ای یوه الوتکه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې د حادثې ښکار شوه. د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي، د پېښې له ځایه تر اوسه د ۹۷ کسانو مړي ویستل شوي دي.

دغسې کارپوه منصور اکبر کنډي بیا وايي، حکومت له پکار ده چې د تحقیقاتي ټیمونو جوړولو پر وخت خپلې کړې ژمنې وروسته باید عملي هم کړي.

"په پاکستان کې لویې پېښې موده پس له خلکو هیرې شي. دا تازه پېښه د خپګان وه. حکومت به تسلي ورکوي، معاوضه به ورکړي خو بیا له خلکو دا خبرې هیرې شي. په اسلام اباد کې د اییر بلیو الوتکې د غورځېدو پریکړه هم راغلې وه خو خلکو وویل چې تراوسه ورته معاوضه نه ده ترلاسه شوي."

د ۲۰۱۶ز کال په ډېسېمبر میاشت کې هم د پاکستان هوايي شرکت پي ای اې الوتکه له ایبټ اباد سره نېږدې رغورځیدلې وه چې پکې شاوخوا ۴۸ کسان وژل شوي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG