انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي. نوموړې د "نا ویلې خبرې" په نوم پاډکاسټ جوړوي چې پکې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې اکثر ورباندې خلک د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له وجې نه غږېږي. د پاډکاسټ ټولې برخې دلته اورېدای شئ.
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه هر کال د اېچ ای وي اېډز ناروغۍ د مخنیوي او په اړه یې د پوهاوي ورځ لمانځل کېږي. په خیبر پښتونخوا کې د اېډز کنټرول اداره وايي، په هغه صوبه کې په اېچ ای وي د اخته راجسټر کسانو شمېر شاوخوا ۵،۵۰۰ دی
د عراق په موصل ښار کې یوې ادارې د ښځو د چتربازۍ (پیراګلایډېنګ) ښوونځی پرانیستی دی. د هغې ادارې چارواکي وايي، په عراق کې پخوا هم ښځو چتربازي کوله خو هغه لوبه په وروستیو کلونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له وجې نه کېده. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په افغانستان کې انځورګر او نور کاروباریان وايي، د طالبانو واکمنۍ یې کار او ژوند اغېزمن کړی دی. دوی وايي، اوسمهال نورو هېوادونو ته خپل هنري شیان او سامانونه نه شي استولی چې له وجې یې له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان سېفران وزير طلحه محمود دا هم وویل چې د ثبتېدو په بهیر کې به د راجسټرډ او ناراجسټرډ کډوالو په ګډون د هغو افغانانو پوره معلومات هم راټولوي چې بېرته افغانستان ته تللي دي.
په هند کې یو سوداګر د سېګرېټو له پاتې شونو څخه د ماشومانو د لوبو شیان او نور سامانونه جوړوي. هغه وايي، د دې کار موخه خلکو ته روزګار ورکول او چاپېریال پاک ساتل دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په نړۍ کې هر کال د اکتوبر میاشت د سینې سرطان په اړه پوهاوي ته ځانګړې کېږي. په پاکستان کې د سینې سرطان په اړه د اګهۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي اداره پېنک رېبن وايي، په هغه هېواد کې هر کال ۴۰،۰۰۰ ښځې د سینې سرطان له وجې مري. نور په رپورټ کې.
مظاهره چیان وايي چې امیني د سېپټېمبر پر ۱۶مه تر هغې درې ورځې وروسته په قید کې مړه شوه چې نوموړې د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د ضوابطو سرغړونې په تور نیولې وه.
د سېپټېمبر پر ۳۰مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه چې پکې د عمران خان د مبینه غږیزو ټوټو په اړه پلټنیزې کمېټۍ د قانوني کارروایۍ غوښتنه وکړه.
په جاپان کې د فوجیڅو په نوم یوې ادارې خپلو کارکوونکو ته اجازه ورکړې چې خپل سپي له ځان سره دفتر ته بوځي. کارکوونکي خوشاله دي او وايي، په دفتر کې د کار تر څنګ خپل سپي هم لیدلای شي. د رویټر اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په متحده عربي اماراتو کې هم په وروستیو میاشتو کې ګراني زیاته شوې او ځینې بې وزله خلک د خوړو اخیستو وس نه لري. دې ته په کتو په دوبۍ کې چارواکو د بې وزله خلکو لپاره د وړیا ډوډۍ مشینونه لګولي دي. هغه مشینونه ډوډۍ پخوي او اړمن خلک یې ورڅخه اخلي. ویډیويي رپورټ.
رسنۍ وايي، رییسي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه پر داسې وخت کړې ده چې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د رژیم خلاف د احتجاجونو پر مهال د وژل شویو شمېر دوه چنده زیات شوی دی.
په سوات کې د هوټلونو د مالکانو اتحاديې مشر وکیل خان د سیپتمبر پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې په سوات کې سېلابونو لارې خرابې کړې او هوټلونه وران کړي. د هغه په وينا د دې تر څنګ په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښو هم سېلانيان زړه توري کړي دي.
د فلسطین په غذه تړانګه کې یوازې د ښځو لپاره یو رستورانت جوړ شوی دی چې صبایا وي ايي پي نومېږي. د دې رستوانت جوړېدو سره د غذې یوې اوسېدونکې امنه ال حایک د اشپزانو د مشرې جوړېدو ارمان هم پوره شو. هغه وایي چې ښځې بغیر د سړیو په کاروبار کې کامیابېدای شي. د رويټرز اژانس ويډيو:
په سیند کې ځینې کب نیوونکي د سېلاب له وجې د ګیرو شوو خلکو راویستو لپاره بېړۍ جوړوي. دوی وايي چې اوس هم په ګڼو سیمو کې خلک ګیر پاتي دي چې له وجې یې د کشتیو طلب زیات شوی دی. کب نیوونکي زیاتوي چې دا مهال د یوې کشتۍ نرخ خواوشا دوه لکه روپۍ دی. د رويټرز اژانس ويډيو:
د خيبر پښتونخوا د پرایمري یا ابتدايي ښوونځیو د اتحادیې مشر عزیز الله خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومتي ګام ستايي خو باید ژر تر ژره عملي شي.
د مرستندویه او بيا بحالۍ چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټې مشر طفیل انجم د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته ویلي وو چې وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله او يا هم جزوي توګه ړنګ کړي دي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی دی چې ولسمشر ډاکټر عارف علوي دا خبره د سېپټمبر پر پنځمه په پېښور کې له ځايي خبریالانو سره د ناستې پرمهال د یو پوښتې په ځواب کې کړې ده.
د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپټېمبر پر درېيمه ويلي چې تر اوسه د سېلابونو او بارانونو او د کورونو د پرېوتو له وجې ټول ۱،۲۹۰ کسان وژل شوي دي. د ادارې په وينا، په ټوله کې ۳۳ مېليونه خلک له سېلابونو اغېزمن شوي دي.
نور وښیئ