اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي. هغه هره اوونۍ "د ځوانانو غږ" خپرونه هم وړاندې کوي چې پکې په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د ځوانانو اړوند مسایل څېړل کېږي. د ځوانانو غږ خپرونې ټولې ویډیويي برخې د مشال راډیو د یوټیوب له لارې دلته لیدلای شئ.
د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي له کبله په ګڼو هېوادونو کې ټولبند (لاکډاون) دی. د محدودیتونو له وجې په هېوادونو کې مسلمانان په جومات کې لمونځ نشي کولای. دا چې په بېلا بېلو ځایونو کې د روژې عبادتونه په څه ډول کېږي، په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د کورونا وبا له امله د انسانانو په کورونو کېناستو سره مارغانو او نورو حيواناتو د لارو، کوڅو، ودانيو، سېل ځايونو او سمندري سواحلو مخه کړې خو د ځنګلي حيات د حقونو لپاره مبارزه کوونکي بيا وايي چې د انسانانو نشتوالی هم د دې حيواناتو لپاره تاواني دی ځکه چې دوی ته زیاتره پيسې له سېلانيانو ورځي.
د کورونا وبا له کبله تعليمي ادارې بندې دي. په داسې حل کې په ايټاليه کې انلاين يا د انټرنېټ له لارې کلاسونه اخېستل کېږي خو ۱۲ کلن جوليو جووانيني په کور کې انټرنېټ نه لري. دا چې هغه بيا څنګه درس وايي؟ د رويټرز په ويډيويي راپور کې يې وګورئ چې اسرار عالم مومند يې وړاندې کوي.
د عبدالولي خان پوهنتون د پښتنو څانګې مشر ډاکټر سهېل خان وايي، د خپګان او غم په حالاتو کې طنز او مزاح انسانانو ته ډېره رواني ګټه رسوي. ځکه خو د کورونا وبا په دې حالاتو کې نوموړي پر فېسبوک د ټوکو ټکالو يوه ډرامه پیل کړې.
د انډونیزیا (انډونیشیا) په یوه کلي کې ځوانانو له کورونو څخه د خلکو د نه وتلو لپاره یوه لار پیدا کړې. دوی وايي، پر حکومتي امر سربېره د جاوا ټاپو په ځینو کلیو کې ځوانان شپې مهال له کورونو بهر ووځي او له ملګرو سره وخت تېروي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په سند کې۵۰، پنجاب کې ۵۲، بلوچستان کې ۲۵ او په خیبر پښتونخوا کې ۲۰ د روغتیا څانګې کارمندانو د خپلې دندې پر مهال کورونا وايرس اخیستی دی.
ډاکټران وايي، که حکومت د کورونا وبا د مخنيوي لپاره په اعلان شوي ټولبند یا لاک ډاون کې نوره نرمي راوسته نو د صوبې کمزوری روغتیايي نظام به يې بوج برداشت نکړی شي.
د اپريل په شپږمه د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي ثقلېن مشتاق په ټولنيزه رسنۍ انسټا ګرام يوه ويډيو خپاره کړه چې پرې تور بحث روان دی. ثقلېن په دې ويډيو کې وايي لور ورله د جينکو مېک اپ کړی، وېګ يا جعلي وېښتان يې ورله لګولي او د يوې ښځې په څېر ښکاري.
د کورونا وبا د مخنيوي په هدف په جرمني کې هم کاروبارونه تړل شوي دي خو د دې هېواد د ډېزاينرو سوچونه خلاص دي او ماسکونه يې هم دومره ښکلي کړي چې خلک يې اچولو ته زړه ښه کوي. په دې اړه د رويټرز ويډيويې راپور له اسرار عالم مومنده اورو.
د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو او نرسانو اتحاديې وايي، يو شمېر ملګري يې د کورونا په ناروغۍ اخته دي.
په خېبر پښتونخوا کې مزدوران وايي د کورونا وایرس له کبله یې هغه سخت ژوند لا پسې سخت شوی دی.
په پاکستان او نړۍ کې د بشري حقونو فعالانو او سازمانونو وېلي دي چې په پاکستان کې زندانونه د کرونا وایرس د خورېدو مرکزونه جوړېدلی شي.
په پاکستان کې د تبليغيانو مشرانو په تبلغيانو غږ کړی، په کورونو کينئ چې دارنګ د کورونا وبا خپره نشي.
په پاکستان کې د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت يو شمېر ښځو د "عورت مارچ" په نوم د ښځو د لاريون تابیا کړې ده.
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې له ځینو بریالیو ښځو پوښتنه کړې چې په ځوانۍ کې به يې ځان ته څه مشوره ورکوله او نورو ښځو ته څه پیغام لري؟ په دې ویډیو کې د جارجيا او ارمينيا ښځو پیغامونه اورئ. جوړونکی اسرار عالم مومند.
په پاکستان کې د مارچ پر اتمه د مېرمنو د نړېوالې ورځې د لمانځلو غونډې جنجالي شوي او ځینو ډلو او اشخاصو یې پر ضد اعاراضونه کړي دي.
فریډم هاوس د مارچ پر څلورمه په خپل کلني رپورټ کې د امریکا په ګډون د جمهوریت پر دودیزو دفاع کوونکو هېوادونو هم نیوکې کړې دي.
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ځینو بریالیو ښځو پوښتنه کړې چې په ځوانۍ کې ځان ته څه مشوره ورکوله او نورو ښځو ته څه پیغام لري؟ په دې ویډیو کې د ایران، افغانستان او پاکستان د ښځو پیغامونه اورئ.
نور وښیئ