اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي. هغه هره اوونۍ "د ځوانانو غږ" خپرونه هم وړاندې کوي چې پکې په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د ځوانانو اړوند مسایل څېړل کېږي. د ځوانانو غږ خپرونې ټولې ویډیويي برخې د مشال راډیو د یوټیوب له لارې دلته لیدلای شئ.
تېره میاشت بالیووډ د "دورندر" په نوم یو نوی هندی فلم په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کړ چې په پاکستان کې ورباندې نیوکې شوې
د چودري په وينا، د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."
دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر دویمه پر ټروت سوشل نومي خپله ټولنیزه پاڼه په یو بیان کې د مظاهره چیانو ځپلو پرسر ایران ته خبرداری ورکړ.
تر اوسه د چاودنې علت نه دی معلوم
د ۲۰۲۶ میلادي کال پيل د پاکستان د کراچۍ ښار په ګډون د نړۍ په ډېرو ښارونو کې میلیونونه خلکو په اورلوبو، کنسرټونو او ځانګړو مراسمو ولمانځو. په دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز اژانس له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسیحیان د کرېسمېس په نوم د اختر تیاری کوي. په دې لړ کې خلک اړوند پروګرامونه جوړوي او د ډېریو هېوادونو د پلازمېنو او نورو ښارونو په مرکزي برخو کې د کرېسمېس ونې په څراغونو روښانه شوې دي. د اې اېف پي له ویډيوګانو جوړ رپورټ.
په نړۍ کې د فټبال نومیالی ارجنټینايی لوبغاړی لیونل مېسي د ډېسېمبر پر ۱۳مه په یو رسمي سفر د هند کلکتې ته ولاړ.
په کابل کې دیني عالمانو په خپل پینځه نکاتي یا ماده يي پرېکړه لیک کې ویلي چې که پر افغانستان بهرنی "تجاوز" او پر "حریم" یې "تېری" کېږي نو د هېواد د "نظام، خاورې او ارښتونو دفاع فرض عین" دی او دا ډول دفاع "مقدس جهاد بلل کېږي."
د هند په پلازمېنه کې د ځناورو د حقونو مدافعینو پر فیلانو (هاتیانو) د سپرلۍ او په سیلګرۍ او تفریحي صنعتونو کې یې د کارولو پرضد مظاهره کړې ده. د ډېسېمبر نهمې د احتجاج ګډونوالو وویل، فیلان د سپرلۍ لپاره نه دي جوړ او د دې موخې لپاره یې کارول خورا ناوړه عمل دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په اسټراليا کې به د ډېسېمبر له لسمې تر شپاړس کالو کم عمره ماشومان نشي کولای چې ټولنيزې رسنۍ استعمال کړي. هلته میندې، پلرونه او د ټولنیزو رسنیو کم عمره کاروونکي دې پرېکړې ته بېل بېل نظرونه لري..
په افریقايي هېواد سېنېګال کې ښځې په خپلو ګوتو ټوکرۍ، شکري او نور شیان ووبدي خو وايي، زیاته ګټه یې هغو خلکو ته رسي چې هغه شیان امریکا او اروپا ته د خرڅلاو لپاره لېږدوي. پر دې موضوع د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
بلوڅ وايي، دا مقدمه په ۲۰۲۴ز کال کې په اکتوبر کې د کراچۍ په قایداباد تاڼه کې دایره شوې وه چې پکې پر نوموړې د بغاوت، د ولس د پارولو او ترهګرۍ په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي ول.
د افغانستان د خوست اوسېدونکي وايي د پاکستانيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي ۱۰ واړه کسان ولسي وګړي دي. هغوی له نړيوالو غوښتي چې دا ډول بريدونو ته دې د پای ټکې کېږدي.
د سعودي عرب په سرښار رياض کې نڅاګرې د کلتوري بنديزونو له کبله د بېلې نڅا د تړلو دروازو شا ته کوي. دوی د ورزش او ساعت تېري لپاره رقص کوي چې د هغوی کورنۍ يې نه خوښوي.
په فلسطین کې د اوږدمهالې ناکرارۍ او په غزې کې د جګړې پر مهال زرګونه خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. سلګونه داسې لوبغاړي هم دي چې په جګړو کې د بدن له غړو محرومه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په څېر په یمن کې هم سلګونه ښوونځي په ناامنۍ کې ړنګ شوي دي. اوس هلته د یوشمېر ښوونځیو زدکوونکي په خیمو کې تعلیم ترلاسه کوي. زیاتره زدکوونکي کتابونه، ښوونکي او د ژوند نورې اسانتیاوې نه لري. په یمن کې مو د خیمې پر سکول د اې اېف پي له ویډيو رپورټ جوړ کړی دی.
د پاکستان، افغانستان او یوشمېر نورو هېوادونو په څېر په سومالیا کې هم د اب و هوا بدلون له وجې وچکالي زیاته شوې او اوښان بهر خپل خواړه نه شي پیدا کولای. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ