د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو د بحالۍ او کورونو ته د ستنېدو لپاره احتجاج ته دوام ورکړی


د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو د بحالۍ او کورونو ته د ستنېدو لپاره احتجاج ته دوام ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کډوالو د نغدي مرستو د بحالۍ د خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د بنو په بکاخېلو کې احتجاج ته دوام ورکړی دی. دغه کډوالو د اکتوبر پر ۳۰مه د بکاخېلو کيمپ مخې ته احتجاج پیل کړی او وايي چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې هغوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي. دوی زیاتوي چې یو پلو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې بې کوره دي او بل ورسره دا "زیاتی" کېږي چې هر ځل دا مرستې په "سوال او زاریو" غواړي. د احتجاج منتظمينو د نومبر پر پينځمه مشال راډيو ته وویل چې تر هغه وخته به خپل احتجاج ته دوام ورکوي تر څو حکومت د ستنېدو ډاډ نه وي ورکړی..

XS
SM
MD
LG