د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی


په اسلام اباد کې انتخاباتي چارواکې رایې شماري او د نوماندانو استازې یې بهیر څاري - د فبرورۍ اتمې انځور.
په اسلام اباد کې انتخاباتي چارواکې رایې شماري او د نوماندانو استازې یې بهیر څاري - د فبرورۍ اتمې انځور.

په پاکستان کې د قامي او څلورواړه صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره د عامو انتخاباتو تر ترسره کېدو وروسته د رایو شمېر روان دی او انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې انتخابات راڼه ول.

د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وو.

د انتخاباتي کمېشن د مشر څرګندونې

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ویلي دي چې د فبرورۍ پر اتمه په هېواد کې پارلېماني انتخابات "۱۰۰ فیصده شفاف او په سوله ییزه" توګه ترسره شول.

دولتي ټېلېوېژن د نوموړي له خولې ویلي دي چې هېچا هېڅ وګړی له رایې ورکولو نه دی ګرځولی.

ټېلېوېژن وايي چې دا څرګندونې نوموړي د کمېشن په ودانۍ کې کړې دي او وايي چې هر ځای د انټرنېټ ستونزه وي، هلته به انتخاباتي چارواکی خپله د انتخاباتو ضلعي چارواکي دفتر ته ځي او هلته به د نتیجو فارم (۴۵م نمبر فارم) داخلوي.

راجا زیاته کړې ده چې د انتخاباتي نتیجو په نظام کې ټولې نتیجې دایرېږي.

انتخاباتي بهیر څنګه وو؟

د کمېشن مشر په سوله ییز ډول د انتخاباتو ترسره کېدو دعوه وکړه خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو سیمو کې د ناامنۍ پېښې وشوې او داراز، د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپي سیمه کې ځینو ګوندونو تور پورې کړ چې وسلوالو په پولېنګ سټېشنونو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) له ووټرانو پرته نور هېڅوک رایې کارونې ته نه پرېښوول.

جمعیت علمای اسلام (ف) لا د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روښانزېب دا دعوه ناسمه وبلله او مشال راډیو ته یې وویل چې ټول پولېنګ سټېشنونه د پولیسو تر ولکې لاندې ول، امنیت یې سم وو او د رایې اچونې بهیر پکې عادي روان وو.

په پېښور، مردان، کوټه، کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ښارونو کې د مشال راډیو خبریالان وايي، په زیاتره سیمو کې انتخاباتي بهیر عادي او ارام وو.

د پېښور په ګډون د پاکستان په زیاتره لویو ښارونو کې د ګرځنده ټېلېفون انټرنېټي خدمات ځنډول شوي ول چې د ګوندونو تر څنګ یې د بشري حقونو د کمېشن غبرګونونه وپارول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې دا ګام يې هلته د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي لپاره ورته کړی وو. وزارت د فبرورۍ پر اتمه ناوخته په يو بيان کې ادعا وکړه چې د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې يې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ بحال کړي دي او په نورو ښارونو کې به يې هم بحال کړي، خو په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نه دی شوی.

په کوټه او کراچۍ کې د مشال راډیو خبریالان وايي، د فبرورۍ اوومې پر بریدونو سربېره خلک د رایې اچونې مرکزونو ته ځي.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ پر اتمه په ټول ملک کې عامه رخصتي (چوټي) اعلان کړې وه.

د څوکیو، نوماندانو او رجسټرډ ووټرانو شمېر

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ ۲۶۶ عمومي څوکۍ دي چې ورڅخه یې پر ۲۶۵ انتخابات وشول او پر یوې څوکۍ ټاکنې وځنډول شوې.

له دې پرته، د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له ۱۱۵ څخه د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره د رایې اچونې بهیر ترسره شو. داراز، د پنجاب د ۲۹۷، د سیند ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ له ۵۱ څخه پر ۵۰ څوکیو ټاکنې وشوې.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو لپاره د ۵،۱۲۱ نوماندانو ترمینځ سیالي وشوه چې له هغو څخه یې ۳۱۲ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

داراز، د څلورو صوبايي اسمبلیو د ۵۹۰ څوکیو ډکولو لپاره د ۱۲،۶۹۵ امېدوارانو ترمینځ سیالي وشوه چې ورڅخه یې ۵۷۰ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا، د هغه هېواد ۱۲۸.۵ مېلیونه وګړو خپل ووټ کارولای شو چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم، په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې وې.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

د ناامنۍ پېښې او امنیتي اقدامات

ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې په وروستیو کې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو، کې ناامني زیاته شوې ده.

د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.

د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په پښین او کلا سیف الله کې د حملو ذمه واري ومنله خو د کراچۍ د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

خو د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو ویلي ول چې د انتخاباتو د امنیت لپاره یې انتظامات کړي دي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د رایې اچونې مرکزونو او انتخاباتي بهیر د امنیت لپاره شاوخوا شپږ نیم لکه پولیس او د پوځ په ګډون د نورو ځواکونو سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

حکومت ویلي ول چې د رایو اچولو په هر مرکز کې څلور پوليس سرتېري ځای پر ځای کېږي خو په حساسو سيمو کې به یې شمېر زيات وي.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر اوومه د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولو لارو تړلو اعلان وکړ او و یې ویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.

XS
SM
MD
LG