د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) د بې درکه کسانو د شمېر په اړه د سرکاري کمېشن تازه رپورټ رد کړی دی.
دا تر هغې وروسته ده چې د کمېشن استازو د جنورۍ پر اتمه د ورکو کسانو په اړه د قضیې اورېدنې پر مهال سپریم کورټ ته رپورټ وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال تر ډېسېمبر پورې ورسره تر ۱۰،۰۰۰ څخه د زیاتو لادرکو کسانو نومونه ثبت شوي ول چې په هغوی کې یې د ۶،۰۰۰ کسانو قضیې ختمې کړې دي.
کمېشن په رپورټ کې ویلي ول چې له ورکو څخه یې د ۲۶۱ مړي موندل شوي دي.
کمېشن وايي چې په تېرو څه باندې ۱۲ کلونو کې ورسره له خیبر پښتونخوا څخه ورسره د ۳،۴۸۵ او له بلوچستانه ورسره د ۲،۷۵۲ کسانو د ورکېدو قضيې ثبت شوې دي. رپورټ وايي، په سيند، پنجاب، ګلګلت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې هم د ګڼو کسانو د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
خو د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره د کارکوونکي سازمان مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۱ز کال کې د جوړ هغه سرکاري کمېشن ارقام ناسم دي او ردوي یې.
نوموړي وویل چې یوازې له بلوچستانه زرګونه کسان ورک دي چې د ډېرو مړي هم موندل شوي دي.
ده زیاته کړه چې کورونو ته په ستنو شویو کسانو کې د ګڼو رواني وضعیت خورا خراب وي او د معذورۍ ژوند تېروي.
د ورکو کسانو د قضیو څېړلو سرکاري کمېشن د جنورۍ پر اتمه سپریم کورټ ته وویل چې امنيتي ادارو ته یې امر کړی چې ۷۴۴ ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي خو هغوی یوازې ۵۲ کسان وړاندې کړي او پر ۶۹۲ حکمونو یې عمل نه دی کړی.
په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی وايي چې د ورکو کسانو شمېر زرګونه نه دی.
پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو د لادرکه کېدو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."
د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د جنورۍ پر ۱۰مه نېټه په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال ویلي ول چې په بلوچستان کې ۴۶۲ کسان اوس هم ورک دي.
نوموړي دعوه وکړه چې له هغو څخه یې زیاتره له بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو سره په غرونو کې ملګري شوي دي او ځینې یې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.
اڅکزي البته د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې نه کړل خو ماما قدیر بلوڅ یې دا څرګندونه هم رد کړه.
په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وروستیو کې د ورکو کسانو ضد و نقیض شمېر ورکړی دی.
د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.
بلخوا د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې د ۱۰،۰۰۰ جبري لادرکو کسانو شمير تاييد کړ خو ادعا یې وکړه چې د ۸،۰۰۰ کسانو قضيې حل شوې دي.
هغه وويل چې بلوڅ پرلتوال پر دې مسله "سیاست" کوي او د رياست پر ضد یې د "پروپیګنډې" په توګه کاروي.
په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي. دوی په بیا بیا غوښتنه کوي چې که په هر چا د کوم جرم شک وي، هغه دې په عدالتونو کې سپين کړي.
د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان مخکښه مشران او د بې درکه کسانو د کورنیو غړي له ۲۰۰۹ز کال راهیسې په کوټه کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. د پرلت ګډونوال هر کال په ژمي کې د سختې یخنۍ له وجې خپل احتجاجي کیمپ د درو میاشتو لپاره د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته انتقالوي.
په همدې حال کې د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر له ۲۰مې راهیسې په اسلام اباد کې هم د بلوڅانو پرلت روان دی.
د جنورۍ پر ۱۰مه د بشري حقونو د مدافعینو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې وویل چې د جبری بې درکیو پر وړاندې د مظاهرچیانو پرضد باید مقدمې جوړې نه شي.
د جنورۍ پر ۱۰مه میري لاولر د پرلیکه (انلاین) ويډيو اړیکې له لارې د بلوڅ پرلتوالو له دوو مشرانو ماهرنګ بلوڅې او سمي دين بلوڅې سره خبرې وکړي.
هغې تر دې ملاقات وروسته پر اېکس ليکلي چې په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د بلوڅ پرلتوالو ځورونې د اندېښنې وړ دي.
ماهرنګ بلوڅې د هغه انلاین ملاقات په اړه پر اېکس ليکلي چې د ملګرو ملتونو استازې ته یې د حکومت د رویې، جبري لادرکيو، د پولیسو له لوري د بې بنیاده مقدمو او د پنجاب په تونسې کې د احتجاجیانو د بې درکه کولو په اړه شکایتونه وکړل.
د اسلام اباد پرلتوال غوښتنه کوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دې جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنې بس کړي او ملګري ملتونه دې په بلوچستان کې د بشري حقونو وضعیت او سرغړونې وڅېړي.