د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو پر راپور ورکوونکې بندیزونه لګول


فرانچېسکا البانیزې په کوپنهاګن کې یوې خبري غونډې ته وینا کوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.
فرانچېسکا البانیزې په کوپنهاګن کې یوې خبري غونډې ته وینا کوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تر اشغال لاندې د فلسطینۍ سیمې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر خپلواکې رپورټ ورکوونکې فرانچېسکا البانیزې بندیزونه لګوي.

البانیزې په فلسطینیو سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې کوي او ملګرو ملتونو ته رپورټونه ورکوي.

روبیو د جولای پر نهمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې دعوه کړې چې د هغې "غیر قانوني او شرمناکه هڅې د جنایتونو نړیوال عدالت د امریکايي او اسراییلي چارواکو، شرکتونو او د کاروباري شخصیتونو پر وړاندې اقدام ته اړ باسي."

د ده په خبره، د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د البانیزې "سیاسي او اقتصادي جګړه نه زغمي" او واشنګټن د "خپلې دفاع د حق په ترڅ کې تل له خپلو شریکانو سره درېږي."

د روبیو له دې اقدام سره به البانیزې امریکا ته سفر نه شي کولای او پر هغه خاوره به یې شتمنۍ کنګلېږي.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس وايي، امریکا پر داسې مهال پر نوموړې د بندیزونو لګولو پرېکړه کړې چې پر ملګرو ملتونو یې هغو فشارونو نتیجه ور نه کړه چې غوښتل یې هغه له دندې ګوښه کړي.

البانیزې د امریکا اقدام ته مستقیم غبرګون نه دی ښوولی، خو د جولای پر نهمه یې پر اېکس په بیان کې لیکلي: "زه پر دې ورځ، له بل هر وخته په زیات قاطع ډول د انصاف او عدالت پر خوا ولاړه یم. دا هغه څه دي چې ما تل کړي دي."

نوموړې هغه بیان د جنایتونو نړیوال عدالت په ملاتړ د یو بل کس له لیکنې سره یوځای ورکړی دی.

اېټالیوۍ فرانچېسکا البانیزې د بشري حقونو مدافع وکیله ده او په فلسطین کې یې د اسراییلو جګړه د "توکم یا نسل وژنې" په نوم یاده کړې ده. خو واشنګټن او تل ابیب د هغې دا تور ردوي.

تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ د هغې د ګوښه کولو غوښتنه کړې وه او په بیان کې یې هغه د "یهودیت او اسراییلو پر وړاندې پر سیاسي جګړې" تورنه کړې وه. په بیان کې راغلي ول چې د نسل وژنې په اړه د البانیزې تورونه ناسم دي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه شاوخوا ۶۰،۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG