د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي د پاکستان معدنیاتو څانګه کې د "پانګونې ملاتړ" څرګند کړی دی


ایرېک مایر (له کیڼ لوري څلورم) په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره خبرې کوي - د اپرېل نهمې انځور.
ایرېک مایر (له کیڼ لوري څلورم) په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره خبرې کوي - د اپرېل نهمې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ایرېک مایر د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په معدنیاتو کې د پانګونې، د دواړو هېوادونو پر اړیکو، اقتصادي همکارۍ، د ترهګرۍ پرضد پر مبارزې او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اپرېل پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا چارو د دفتر لوړپوړی چارواکي مایر د پاکستان په معدنیاتو کې د پانګونې د غونډې پر مهال په هغه څانګه کې د "پانګونې ملاتړ" څرګند کړ.

بیان د نوموړي له خولې ویلي چې "معدنیات د خورا پرمختللې ټېکنالوژۍ" لپاره "اړین خام توکي" دي او امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ "واضحه کړې" چې د هغو معدنیاتو "بېلابېلو او باوري سرچینو ته لاسرسی" یې "ستراتیژیک لومړیتوب" دی.

نوموړي زیاته کړې چې که د پاکستان معدنیاتو څانګه "په مسوولانه او راڼه ډول پرمختګ وکړي" نو دواړو هېوادونو ته یې "ګټه" رسېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اپرېل پر اتمه او نهمه په اسلام اباد کې د معدنیاتو په څانګه کې د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وو چې ورته د امریکايي پلاوي تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو، سازمانونو او شرکتونو شاوخوا ۳۰۰ استازي ورغلي ول.

د پاکستان وزیراعظم غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، که هېواد یې د خپلو معدني زېرمو په ټولولو وتوانېږي نو د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) په څېر مالیاتي ادارو ته به "مخه ښه ووايي."

میا محمد شهباز شریف وویل، په پاکستان کې د معدني زېرمو ارزښت "زرګونه مېلیارده (ټرېلیینونه) ډالر" دی او په دې لړ کې یې د یوې کوټلې تګلارې پر جوړولو ټینګار وکړ.

پاکستان پلان لري چې په څلورو صوبو او تر خپل واک لاندې ګلګت بلتستان او کشمير کې د کانونو او معدنو په برخه کې د پانګونې فرصتونو ته د ودې ورکولو لپاره یو "متحد چوکاټ" جوړ کړي.

حکومت وایي چې هغه چوکاټ به د نړیوالو شریکانو لپاره د پاکستان د مخ پر ودې کانونو څانګه کې د پانګونې د موقعو لټولو او د هغه هېواد د کان کيندنې په برخه کې د پراخو امکاناتو د کارولو لپاره د یو غوره دريځ په توګه کار وکړي.

امریکايي سفارت په بیان کې زیاته کړې چې مایر په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره هم ولیدل او ورسره یې په پاکستان کې "د امریکايي کاروبارونو لپاره پر موقعو، د دواړو هېوادونو د اقتصادي تعلقاتو پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې پر همکارۍ" خبرې وکړې.

په همدې حال کې وزیراعظم شهباز شریف په هغه غونډه کې د امریکايي پلاوي د ګډون ستاینه کړې ده.

د نوموړي دفتر په بیان کې ویلي چې د مایر په مشرۍ یې له پلاوي سره د سوداګرۍ، پانګونې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون د شریکو ګټو په برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار وکړ.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر نهمه د منیر او مایر تر ملاقات وروسته په بیان کې ویلي دي چې دواړو چارواکو د معدنیاتو ترڅنګ پر نړیوالو چارو او د "پاکستان پر سیمه ییزو امنیتي اهدافو" هم خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د معدنیاتو په څانګه کې د پانګونې په اړه غونډه پر داسې مهال شوې چې پاکستان له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی.

غونډې ته په وينا کې د پاکستان پوځ مشر جنرال سید عاصم منير ډاډ ورکړ چې پوځ به د یوه "قوي امنیتي چوکاټ" او اقداماتو له لارې د شریکانو او پانګوالو ګټې او باور خوندي وساتي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. تر دې وروسته حکومت له هغې ادارې سره د پور دوه نورې موافقې وکړې.

د ای اېم اېف کاري ډله په مارچ کې پاکستان ته د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام د بل قسط او د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ۱.۳ اربه امریکايي ډالرو پور په ورکولو سلا شوه.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG