د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنیز رپورټ: روان کال په ناامنیو کې د پاکستانیو سرتېرو مرګژوبله په بېساري ډول لوړه شوې ده


د ناامنۍ زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې پکې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده ـ پخوانی انځور.
د ناامنۍ زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې پکې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده ـ پخوانی انځور.

یو تازه څېړنیز رپورټ وايي، د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د سېپټمبر پر ۳۰مه په رپورټ کې ویلي چې د جنورۍ له پیل راهیسې د سېپټېمبر تر پای پورې په پاکستان کې په بریدونو او نښتو کې ۳۸۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۰۸ پولیس او ۱۳۷ پوځیان دي.

رپورټ کاږي چې په هم دې موده کې د ناامنیو پر مهال ۳۳۳ عام خلک او په عملیاتو او نښتو کې ۳۶۸ مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

رپورټ وايي، په پاکستان کې په تېرو نهو میاشتو کې ناامني ۵۷ فیصده زیاته شوې ده او زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

بلخوا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې د سېپټمبر په میاشت کې یې په پاکستان کې ۱۰۶ بریدونه کړي دي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې شوي ول.

هغې ناقانونه ډلې زیاته کړې ده چې په هغو بریدونو کې یې د امنیتي ادارو ۱۲۳ کسان وژلي دي. حکومت تر اوسه د طالبانو د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه شپې مهال هم د پنجاب په میاوالۍ کې د وسلوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د پنجاب د پولیسو مشر ډاکتر عثمان انور د اکتوبر پر لومړۍ نېټه رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۲ وسلوالو د هغه ښار په کنډال سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې نښته پیل شوه.

نوموړی دعوه کوي چې پولیسو د وسلوالو برید په شا وتمباوه او په نښته کې یې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

تحریک طالبان پاکستان د هغه برید ذمه واري منلې ده او ادعا یې کړې ده چې هغه دوه غړي د برید پر مهال نه بلکې د "پولیسو په جعلي مقابله" کې وژل شوي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د میاوالۍ برید په اړه د پولیسو او ټي ټي پي د دعوو تصدیق نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG