د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د ګوزڼ ۲ نوې پېښې ثبت شوې دي


د روغتیا یو کارمند یو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي - د مې ۲۶مې انځور
د روغتیا یو کارمند یو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي - د مې ۲۶مې انځور

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په سیند صوبه کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د سېپټېمبر په ۳۰مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې لیکلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د سیند صوبې په بدین او ټټه ضلعو کې د دوو ماشومانو د وینو په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۲۹ ته لوړ شوی دی.

تر دې څو ورځې وړاندې د سیند صوبې په حیدر اباد کې هم د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې وه.

تر هغې وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او شمالي وزیرستان ضلعو کې په دوو ماشومانو کې د پولیو د وایرس تصدیق شوی وو.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۸، په سیند کې نهه او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

ادارې په بیان کې ویلي، د پولیو د پېښو دوامداره ثبتېدل په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ماشومانو ته د لوی ګواښ ښکارندويي کوي چې پکې د واکسین کولو کچ کم دی.

په پاکستان کې د ګوزڼ تازه پېښې پر داسې مهال ثبت شوې دي چې حکومت سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ څو واکسیني کیمپېنونه ترسره کړي دي.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې. د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال یې د ګوزڼ ټولې ۷۴ پېښې ثبت کړې وې. تر دې مخکې، په ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG