په تېرو څو کلونو کې ښي لاسې سختدریځه ډلې څنګه پراخې شوې؟ په اروپايي هېوادونو کې چې نظامونه او اداري جوړښتونه لري، ولې دا ډول ډلې ان تر پارلېمانونو ورسېدې؟ ایا دا سمه ده چې سختدریځه ډلو په تېرو کلونو کې له ټولنیزو شبکو زیاته ګټه اخیستې او که څنګه؟ په پاکستان کې د سختدریځه ډلو موجودیت موضوع له اروپا څخه ولې جلا ده؟ دا او نورې پوښتنې د ټولنیزې شبکې او سختدریځي د خپرونې د دې برخې موضوع جوړوي.
په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلې تر ظهور او پراخېدو وروسته میلیونونه خلک کډوال شول.
په دوی کې زیاتره ګاونډیو هېوادونو ته ورغلل خو لاکونه یې د اروپايي هېوادونو لوري ته وخوځېدل. په تېره بیا په ۲۰۱۵ز کال کې لاکونه خلک د اروپا بېلا بېلو هېوادونو ته مهاجر شول.
تر اروپايي پارلېمانونو د ښي لاسو ډلو رسېدل
په عین وخت کې، د اروپايي ټولنې د راتلونکې په اړه هم سیاسي بحثونه روان ول نو په ځینو هېوادونو کې د ښي لاسو ډلو فعالیتونه زیات شول.
په دې ډلو کې ځینې سختدریځه وې او د پراخو لاریونونو، ولسي غونډو او په سیمه ییزو انتخاباتو کې یې د برخې اخیستو له لارې یې په ټولنه کې د ځان لپاره ځای پیدا کولو هڅې وکړې.
د ۲۰۱۹ز کال د اروپايي ټولنې پارلېماني انتخاباتو پر مهال هم د منځدریځو او چپیو ګوندونو سیاستوالانو څوکۍ وبایللې او ځینو نورو ګوندونو ځان ته ځای پیدا کړ.
دا سمه ده چې د اروپايي ټولنې پارلېمان ته د زرغون ګوند استازي هم بریالي شول چې غواړي د سمو سیاسي او اقتصادي تګلارو له لارې د اب و هوا بدلون مخه ونیسي خو ګڼو ښي لاسو سیاستوالانو هم څوکۍ وګټلې.
دا ښي لاسي سیاستوالان نه یوازې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د ورتګ ضد دي بلکې د اروپايي ټولنې او د شېنګن په نوم د هغه نظام مخالفان دي ورسره سم خلک په ازاد مټ د دې موافقې د غړو هېوادونو ته سفر کولای شي.
د ټولنیزې شبکې او سختدریځي تېرې خپرونې
- سختدریځي څه ته وايي؟
- سختدریځي څومره بڼې او اشکال لري؟
- سختدریځه ډلې څنګه دیني عقاید کاروي؟
- سختدریځي څنګه په پاکستان او منځني ختیځ کې دود شوه؟
- سختدریځي څنګه موخو ته د رسېدو لپاره جعلي معلومات کاروي؟
اروپايي هېوادونه او د سختدریځو ډلو مخنیوی
په غرب کې زیاتره پوهان او د اروپايي ټولنې پلویان وايي، د هېوادونو ترمنځ د خلکو ازادانه تګ راتګ او د ټولنې اوسنی جوړښت خورا زیاتې اقتصادي ګټې لري او د خلکو ژوند معیار لوړوي.
دوی د ښي لاسو ډلو پارلېمانونو ته د کامیابېدو په اړه اندېښنې ښيي خو د ټولنې جوړښت ته لوی ګواښ ښي لاسې سختدریځه ډلې بولي.
په غرب کې یوه لویه ستونزه دا وه چې په تېرو شپږو، اووه کلونو کې د دوی تمرکز د چپیو او اسلامپاله ډلو پر کنټرولولو وو.وحید وطنیار
پوښتنه دا ده چې په اروپايي هېوادونو کې حکومتونه ولې د ښي لاسو سختدریځو ډلو په مخنیوي کې لا نه دي بریالي شوي؟
د هایډلبرګ پوهنتون د سیاسیاتو څانګې څېړونکی وحید وطنیار وايي، د دې یو مهم لامل دا دی چې په اروپايي هېوادونو کې حکومتونو زیاته توجه د ځینو نورو ډلو کنټرولولو ته ورکړې وه:
"په غرب کې یوه لویه ستونزه دا وه چې په تېرو شپږو، اووه کلونو کې د دوی تمرکز د چپیو او اسلامپاله ډلو پر کنټرولولو وو او هغه ښي لاسې سختدریځه ډلې چې تاوتریخوالي ته یې [لمن] وهله، د دوی" له توجې څخه بې برخې پاتې شول او همدا لامل دی چې "هغوی وتوانېدل چې له دې [حالته] ګټه واخلي او په سرعت ځان قدرت ته ورسوي."
بشپړه غږیزه خپرونه دلته اورېدای شئ
وطنیار وايي، د سختدریځه ډلو د نفوذ زیاتېدو یو لامل د ټولنیزو شبکو استعمال دی. دی وايي، د فېسبوک، ټوېټر، یوټیوب او داسې نورو شبکو په کارولو سختدریځه ډلې خپل پیغام تر لرې، لرې رسولای شي.
د وطنیار په خبره، دا ډلې اکثر جعلي خبرونه هم خپروي او د پروپیګنډې په ذریعه د ټولنې واقعي پر ځای ناسم انځور وړاندې کوي چې دا خطرناکې پایلې لرلای شي.
دی زیاتوي، د همدې اندېښنو له کبله د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ځینې اقدامات وکړل:
"کله چې دوی ولیدل چې دا ډلې په زښته تېزۍ، چټکۍ پرمخ روانې دي، نو په مجموع کې ځینو اروپايي [حکومتونو] عکس العمل ښکاره کړ. لکه دوی د فېسبوک [بنسټګر] مارک څوکربرګ یې وروغوښت، په اروپايي پارلېمان کې یې له هغه پوښتنې او غوښتنې وکړې چې باید ځینې کارونه ترسره شي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د تاوتریخوالي نظریاتو [خپرېدا] مخنیوی وشي."
د وطنیار په خبره، پوهان سپارښتنه کوي چې "حکومتونه" د سختدریځو "نظریو خپروونکي کنټرول کړي."
دی وايي، "ځینو څېړنو ښوولې چې پر فېسبوک او ټوېټر د سختدریځه افکارو خپروونکي" خورا کم خو "ډېر فعال دي" نو ځکه یې نظریات تر لرې، لرې رسي.
په پاکستان کې سختدریځه ډلې
که له اروپايي هېوادونو څخه پاکستان ته ورشو او د هغه هېواد مثال واخلو نو هلته هم یو شمېر سختدریځه او وسله والې ډلې موجودې دي.
په پاکستان کې وسله والو ډلو په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې سلګونه واړه او لوی بریدونه کړي چې پکې امنیتي سرتېري، حکومتي کارکوونکي او ولسي وګړي په نښه شوي.
په پاکستان کې یوازې طالبان نه، نورې ډلې هم شته. هغه ډلې چې ریاست پلوې دي، پاڼې یې هېڅکله نه دي تړل شوې.عایشه صدیقه
که پر ټولنیزو رسنیو د دې ډلو د موجودګۍ خبره وشي نو تحریک طالبان پاکستان او ځینو نورو وسله والو ډلو هم د دې شبکو استعمال کړی او تر بریدونو مخکې او وروسته یې ویډیو ګانې هم خپرې کړې دي.
خو د لندن د ختیځ او افریقايي مطالعاتو پوهنتون څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه وايي، د غربي هېوادونو په نسبت په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د سختدریځه او وسله والو ډلو موجودیت او فعالیت باید په جلا تناظر کې ولیدل او وڅېړل شي.
د سختدریځو ډلو په پلمه د بیان پر ازادۍ بندیزونه
د صدیقې په خبره، په غربي هېوادونو کې ادارې موجودې دي، د قانون واکمني شته او د حکومتونو د محاسبې نظام تر څنګ خلک د بیان ازادۍ له حقه برخمن دي خو په پاکستان کې په تېرو څو کلونو کې د بیان ازادي او خبریالي د بندیزونو او محدودیتونو ښکار شوې.
د صدیقې په خبره، همدا لامل دی چې کله موږ غواړو پر ټولنیزو رسنیو د سختدریځه ډلو د فعالیتونو او پروپیګنډې د مخنیوي خبره وکړو، نو باید له احتیاطه کار واخلو:
"زما په اند، دا دلیل باید په ډېر احتیاط ورکړو ځکه چې دولت یا ریاست بیا پر [ټولنیزو شبکو ] برید کوي او په دې پلمه سم او ګټور اوازونه هم غلي کول غواړي. [په پاکستان] کې حالت [له نورو هېوادونو] جلا ځکه دی چې ریاست هم د [سختدریځو ډلو] ملاتړی پاتې شوی. که دولت له دې کاره لاس واخلي نو بیا به پته ولګي چې جعلي او اصلي څه دي؟ خلک کوم لوري ته بیول کېږي؟ ایا سم لوري ته ځي او که ناسم؟ اوس خو موږ ته دا هم نه ده معلومه!!"
ډاکتره عایشه صدیقه وايي، په پاکستان کې یوه بله مهمه ستونزه دا ده چې په هغه هېواد کې له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې ریاست د ځینو ډلو ملاتړی پاتې شوی او هغه ډلې اوس هم پر ټولنیزو شبکو فعالیتونه کوي، خو پاڼې یې نه بندېږي:
"په پاکستان کې یوازې طالبان نه، نورې ډلې هم شته. هغه ډلې چې ریاست پلوې دي، [د غړو او مشرانو د ټولنیزو شبکو] پاڼې یې هېڅکله نه دي تړل شوې. دا ډول سختدریځه ډلې د فشار په صورت کې د څه مودې لپاره ځان ورک او غلې کړي، خو چې بحراني حالت ختم شي، بیا څرګندې شي."
پوهان وايي، ټولنیزو شبکو ولسي وګړو ته د خپلې رایې د څرګندولو ښه زمینه برابره کړې نو ځکه یې په اړه له احتیاطه کار اخیستل په کار دي.
پر ټولنیزو شبکو د بحث او مکالمې ارزښت
د ډاکترې عایشې صدیقې په اند، ټولنیزې شبکې د پاکستان په څېر ټولنو لپاره خورا زیاتې مهمې دي ځکه چې له دې لارې خلک بحثونه کولای شي، خو نوموړې پر ټوېټر او فېسبوک د ښي لاسو او سختدریځه کسانو فعالیتونو ته اندېښمنه هم ده.
موږ باید له یو بل سره خبرې اترې وکړو ځکه چې که بحث ونشي، مسلې نه هوارېږي.عایشه صدیقه
البته ډاکتره صدیقه زیاتوي چې هر څه وي، مکالمه او خبرې اترې اړینې دي:
"ګوره، ټولنیزې شبکې نوې دي. که د ټوېټر مثال واخلو، نو د لیکلو لپاره پکې د محدودو الفاظو کارولو اجازه ده. په دې صورت کې خلک اکثر په لیکنو کې د سخت دریځ لوري ته ځي. په دې ډول بحثونو کې اکثر داسې کېږي چې که یو کس غواړي چې بل هغه پوه کړي چې خبره یې سمه نه ده نو دا ورته نه وايي چې 'ته غلط یې'؛ بلکې دا ورته وايي چې 'ته کم عقل یې.' هر وخت چې تاسې چا ته ښکنځل وکړئ، نو توجه یې تر لاسه کولای شئ. نو دا ستونزه په ټولنیزو شبکو کې شته. خو زه دا ګڼم چې موږ باید له یو بل سره خبرې اترې وکړو ځکه چې که بحث ونشي، مسلې نه هوارېږي."
د بحث لنډیز
لوستونکو، په ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونه کې په اروپايي هېوادونو کې د سختدریځه ډلو له پراخېدو او پر ټولنیزو رسنیو د هغوی له فعالیتونو خبر شوئ.
شنونکي وايي، په اروپايي هېوادونو کې هم حکومتونو د ښي لاسو سختدریځه ډلو فعالیتونو ته زیات پام نه وو کړی البته وروسته یې پر ټولنیزو شبکو د هغوی د پروپیګنډې مخنیوي لپاره اقدامات وکړل.
په خپرونه کې مو په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د سختدریځه او وسله والو ډلو فعالیتونه هم وڅېړل.
شنونکي وايي، د پاکستان حالت له پرمختللیو هېوادونو ځکه هم جلا دی چې په هغه هېواد کې نه یوازې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه دي بلکې ریاست هم په تېرو لسیزو کې د ځینو ښي لاسو مذهبي سختدریځه ډلو ملاتړی پاتې شوی.
همدا لامل دی چې هلته باید پر ټولنیزو شبکو د خلکو بحثونه دوام ولري ځکه چې دا کار د مسلو هواري د لارو چارو په موندلو کې مرسته کوي.
دا وه نننۍ خپرونه، راتلونکې اوونۍ به بیا د ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونې له بحث سره راشو، په مخه مو ښه.