د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان کې ټرافیکي پېښې ۶ تنه وژلي دي


په افغانستان کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې کېږي - انځور له ارشیفه.
په افغانستان کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې کېږي - انځور له ارشیفه.

د افغانستان په ختیز ولایت لغمان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د لغمان د امنیه قوماندانۍ د ویاند یونس یوسفزي له خولې ویلي چې پېښه د نومبر پر ۱۶مه په قرغه یي ولسوالۍ کې شوې ده.

نوموړی وايي، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.

یوسفزی زیاتوي چې موټر د ډرېور د بې احتیاطۍ له وجې چپه شو.

په افغانستان کې وخت په وخت مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي. د اګست پر ۲۵مه په کابل کې د یو مساپر لېږدوونکي بس اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل شول.

تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې، د اګست پر ۱۹مه د هرات له اسلام کلا بندر سره نېږدې په ګذره ولسوالۍ کې له ایرانه د ستنو شویو کډوالو د بس، د تېلو په بیرلو د بار لارۍ او یو موټرسایکل ترمینځ په ټکر کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه ووژل شول.

په افغانستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه رعایت او د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د سړکونو خرابوالي، د خورا پخوانیو یا د ښي لاسو ګاډو استعمال او پر وخت د ګاډو معاینې او مرمت نه کولو له کبله پېښېږي چې مرګژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG