د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې د کمر نړېدو ۷ تنه وژلي او ۱ یې ژوبل کړی دی


مرستندویه کارکوونکي په کواټ کې د جنورۍ پر ۱۴مه د کمر تر نړېدو وروسته تر خاورې لاندې د بند پاتې کسانو لټون کوي.
مرستندویه کارکوونکي په کواټ کې د جنورۍ پر ۱۴مه د کمر تر نړېدو وروسته تر خاورې لاندې د بند پاتې کسانو لټون کوي.

د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د کمر نړېدو په پېښه کې اووه تنه وژل شوي او يو ژوبل دی.

ځايي پولیسو مشال راډیو ته په استولي یو بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د جنورۍ پر ۱۴مه د اباسين پر غاړه د ګمبټ تحصيل په قمر کلي کې شوې ده.

پولیس زياتوي چې د پېښې ښکار شوي د اباسین پر غاړه د سرو زرو په لټون بوخت ول چې کمر ورباندې ونړېد.

بلخوا د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) يو ویاند جواد اپرېدي د جنورۍ پر ۱۴مه پر ټولنيزو شبکو په بیان کې ويلي دي چې د اووه کسانو مړي يې ایستلي او يو تن يې په ژوبل حالت کې ژغورلی دی.

ویل کېږي چې په وژل شويو کې شپږ تنه د يوې کورنۍ غړي ول.

د ضلعي انتظامیې پر بندیز سربېره د بېلا بېلا کلیو خلک د اباسین پر غاړه په خاورو کې د سرو زرو او مسو (تانبې) لټون کوي.

XS
SM
MD
LG