د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د واده په کور کې د ګیس سیلېنډر چاودنې لږ تر لږه ۸ تنه وژلي او ۱۲ یې ژوبل کړي

چارواکي تر چاودنې وروسته د واده کور جاج اخلي - د جنورۍ ۱۱مې انځور.
چارواکي تر چاودنې وروسته د واده کور جاج اخلي - د جنورۍ ۱۱مې انځور.

چارواکي وايي، د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د واده په کور کې د "ګیس سیلېنډر یا ډبې" په چاودنه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.

چارواکي وايي، د ښار په جي اووه سیمه کې د جنورۍ ۱۱مې د پېښې په وژل شویو کې ناوې او د واده زلمی هم شامل دي.

د اسلام اباد یو انتظامي مشر (ایډېشنل ډېپټي کمېشنر) صاحبزاده یوسف د پېښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي چې مرګژوبله د ګیس سیلېنډر چاودنې له وجې شوې ده، خو په وینا یې چې د کره لامل معلومولو لپاره یې نورې پلټنې کوي.

دی وايي، د واده په کور کې ګڼ مېلمانه هم موجود ول.

یوسف وايي، په پېښه کې څلور کورونه زیانمن شوي دي.

نوموړي وویل، مرستندویه کارکوونکو تر ړنګو ودانیو لاندې بند کسان د مشینونو په وسیله وژغورل.

د پاکستان انسټېټیوت اف میډیکل ساینسز (پېمز) روغتون ویاندې ډاکترې عنیزې جلیل د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په ګډون رسنیو ته ویلي دي چې هلته شپږ جسدونه او ۱۱ ژوبل کسان ورلېږدول شوي دي.

نوموړې وايي، د روغتون مشر په لارښوونه یې هلته بیړنی حالت اعلان کړی او د ټپیانو درملنه روانه ده.

یوسف زیاته کړه چې دوه جسدونه او یو ژوبل کس کیپېټل روغتون ته لېږدول شوي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG