د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره غازي خان: پر پوستې د وسلوالو حمله کې ۷ پولیس ژوبل شوي دي


په ډېره غازي خان کې پولیس د کچهریو مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
په ډېره غازي خان کې پولیس د کچهریو مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

د پنجاب د ډېره غازي خان په تونسه سیمه کې د پوليسو پر امنيتي پوسته په وسلوال بريد کې اووه سرتېري ژوبل شوي دي.

د پوليسو سيمه ييز چارواکي سجاد حسن د مې پر لومړۍ نېټه پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې وسلوالو د اپرېل پر ۳۰مه په تونسه کې د جنګي پر پوستې حمله وکړه او غوښتل یې چې و یې نیسي.

دی وايي چې پولیسو د وسلوالو برید ناکامه کړ او هغوی وتښتېدل خو زیاتوي چې په ډزو کې اووه پولیس سرتېري ژوبل شول.

نوموړي دا نه دي ويلي چې وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د حملې ذمه واري نه ده منلې.

تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۱۴مه هم د تونسې پر جنګي امنيتي پوسته د دوو موټرسايکل سپرو وسلوالو په بريد کې يو پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوی او يو پوليس ژوبل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو وسلوالې حملې زیاتې شوې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اپرېل پر ۱۸مه د پارلېمان دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې پر زیاتېدونکې ناامنۍ اندېښنه وښوده.

هغه وویل چې "ترهګري" یوه سیمه ییزه مسله ده چې د ختمولو لپاره یې باید د سیمې پر کچ ګډې هڅې وشي.

XS
SM
MD
LG