د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: مظاهرچیانو له وفاقي حکومته غوښتي دي چې د کاټلنګ ډرون برید ښکار شوي دې "ترهګر" نه بولي


په سوات کې احتجاجي جلسې ته ګڼ ولسي وګړي ورغلي ول - د اپرېل ۱۱مې انځور.
په سوات کې احتجاجي جلسې ته ګڼ ولسي وګړي ورغلي ول - د اپرېل ۱۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د تحریک انصاف سیاستوالانو او مظاهرچیانو له وفاقي حکومته غوښتي دي چې د مردان په کاټلنګ کې دې په وروستیو کې په ډرون برید کې وژل شوي "ترهګر" نه بولي.

د اپرېل پر ۱۱مه په بریکوټ کې په صوبه کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ احتجاجي جلسې ته د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړو په ګډون ګڼ خلک ورغلي ول.

په قامي اسمبلۍ کې د سوات استازي امجد علي خان مظاهرې ته په وینا کې وویل چې د مارچ په پای کې په ډرون برید کې وژل شوي کسان "وسلوال نه ول" او ولسي وګړي ول.

د تحریک انصاف سیاستوالانو په خپلو ویناګانو کې له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې هغه کسان دې د "ترهګرو" په نوم نه یادوي.

د پاکستان وفاقي حکومت لا د مخالف ګوند تحریک انصاف د سیاستوالانو څرګندونو او غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د پاکستان د وزیراعظم سلاکار رانا ثنا الله خان د مارچ ۲۸مې تر پېښې وروسته ویلي ول چې امنیتي سرتېرو په کاټلنګ کې عملیات کول چې پکې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ مشکوک وسلوال ووژل شول.

خو ځايي خلکو ویلي ول چې د مردان په کاټلنګ کې په يو ډرون برید کې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون نهه تنه وژل شوي ول چې ټول د یوې کورنۍ غړي ول او په غرییزه سیمه کې په خیمه کې اوسېدل.

د معدني چارو صوبايي وزیر ډاکتر امجد علي هم هغه مهال ویلي یې ول چې وژل شوي د شپنو د کورنۍ غړي ول.

د مارچ پر ۳۰مه د سوات په بریکوټ کې د وژل شویو د جنازې پر مهال هم ځايي خلکو مظاهره کړې وه.

ډاکتر امجد علي د جنازې پر وخت مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت د پېښې مقدمه دایره کړې او د وژل شویو کورنیو ته تاوان ورکوي.

پر هم هغه ورځ د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم له وفاقي او صوبايي حکومتونو د پېښې "د بې پرې او رڼو پلټنو" غوښتنه کړې وه.


  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG