د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ تحریک انصاف ته د بیټ نخښې ورکولو پرېکړه رد کړې ده


په اسلام اباد کې د سپریم کورټ د ودانۍ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د سپریم کورټ د ودانۍ پخوانی انځور.

د پاکستان سپريم کورټ تحریک انصاف (پي ټي ای) ته په انتخاباتو کې د کرکټ د بیټ (بلې) نخښې ورکول رد کړي دي.

د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فايز عیسا په مشرۍ د قاضي محمد علي مظهر او قاضیې مسرت هلالۍ درې کسيزه جرګګۍ د جنورۍ پر ۱۳مه د پېښور های کورټ هغه پرېکړه رد کړه چې پکې یې د تحریک انصاف ګوند ته د بیټ نخښې ورکولو امر کړی وو.

درېواړو قاضیانو په شریکه لنډه فيصله کې وويل چې د تحريک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او د ټاکنو کمېشن له قواعدو سره سم نه ول او ورباندې د ګوند ۱۴ غړو شکايتونه لرل او هغو غړو له تحریک انصاف سره خپل تعلق هم ثابت کړی وو.

د جنورۍ پر ۱۰مه د های کورټ د دوو قاضيانو جرګګۍ د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته امر وکړ چې پي ټي ای ته دې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره خپله پخوانۍ انتخاباتي نښه بحاله کړي.

تر فيصلې وروسته، د پي ټي ای مشر بيرسټر ګوهر علي خان خبریالانو ته وويل چې انتخاباتي نخښې پر نه ترلاسه کېدو سربېره ولس له تحريک انصاف ګوند سره ولاړ دی.

هغه وویل، په سپریم کورټ کې پرېکړې ته د بیاکتنې غوښتنلیک دایروي. "موږ به د دې فيصلې په خلاف د نظر ثاني درخواست دايرو او انشاالله دا فيصله به بحاله پاتې نه شي. د دې فيصلې له وجې موږ د بیټ له انتخاباتي نخښې څخه محرومه شو او له موږه ۲۲۷ مخصوصې څوکۍ ولاړې او زموږ کانديدان به په خپلواکه توګه په ټاکنو کې برخه اخلي."

د ګوند يو بل مخکښ علي ظفر د جنورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، د سپريم کورټ فيصله نهیلې کوونکې ده خو دعوه یې وکړه چې تحريک انصاف به په انتخاباتو کې بريالی کېږي او خپل حکومت به جوړوي.

د بیټ نخښې په اړه بحثونه تر هغې وروسته پیل شول چې د انتخاباتو کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تحریک انصاف ته په ۲۰ ورځو کې دننه د ګوندي انتخاباتو کولو امر وکړ او زیاته یې کړې وه چې که هغه ګوند داسې و نه کړي نو په انتخاباتو کې به ورته د کرکټ د بیټ انتخاباتي نخښه ور نه کړي.

د ډېسېمبر پر دویمه ګوند داخلي انتخابات وکړل او ګوهرعلي خان د عمران خان پر ځای، چې د ۲۰۲۳ز کال له اګست راهیسې په زندان کې دی، بې له مقابلې د تحریک انصاف مشر او عمر ایوب یې عمومي سېکرټر په توګه منتخب شول خو انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل چې د تحریک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او انتخاباتي کمېشن له قانون سره سم نه ول شوي نو ځکه ورته د کرکټ بیټ نخښه نه ورکوي.

تحریک انصاف د کمېشن د پرېکړې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ او عدالت د ډېسېمبر پر۲۶مه په لیکلي امر کې انتخاباتي کمېشن ته د تحریک انصاف د ګوندي تصدیقنامې او انتخاباتي نخښې د بحالولو سپارښتنه وکړه.

تر هغې وروسته، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، انتخاباتي کمېشن په پېښور های کورټ کې هغې پرېکړې ته د بياکتنې درخواست جمع کړ چې های کورټ ومانه او د کمېشن پخوانۍ پرېکړه يې بحاله کړه.

تحریک انصاف د هغې په غبرګون کې بيا په عدالت کې درخواست جمع کړ چې د جنورۍ پر ۱۰مه يې دوه کسيزه جرګګۍ پرېکړه واوروله او ګوند ته يې اجازه ورکړه چې د فبرورۍ د اتمې عامو انتخاباتو لپاره د بيټ نخښه وکاروي خو د ټاکنو کمېشن د عدالت دا پرېکړه په سپریم کورټ کې چیلېنج کړه.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي. په پاکستان کې انتخاباتي کمېشن هر ګوند او خپلواکو نوماندانو ته انتخابي نخښې ورکوي.

پخوانی کرکټر عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې د سیاست ډګر ته داخل شو او پاکستان تحریک انصاف ګوند یې جوړ کړ.

نوموړي او ګوند یې په ۱۹۹۷ز کال کې په انتخاباتو کې د بیټ نخښې په کارولو برخه اخیستې وه.

هغه ګوند د ۲۰۰۲ز، ۲۰۱۳ز کال او ۲۰۱۸ز کلونو په عامو انتخاباتو کې هم د بیټ نخښه کارولې وه. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ په مخالفت کې د ۲۰۰۸ز کال له انتخاباتو پرېکون کړی وو.

تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلې وې چې په نتیجه کې یې عمران خان وزیراعظم شو. نوموړید ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو د عدم تحریک له لارې له دندې ګوښه شو.

عمران خان د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې بندي دی او پرضد یې یوشمېر نورې مقدمې هم دي چې هغه یې سیاسي بولي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG