د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د سېنېټ د مشر او د مرستیال له انتخابه پرېکون اعلان کړی دی


د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د ودانۍ پخوانی انځور.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د ودانۍ پخوانی انځور.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ویلي دي چې د اپرېل پر نهمه د سېنېټ د مشر او د هغه د مرستیال له انتخابه پرېکون کوي.

هغه ګوند د اپرېل پر اتمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې په سېنېټ کې د پاکستان په وفاق کې د شاملو ټولو صوبو د استازو له موجودیت پرته د هغې جرګې د مشر او د مرستیال انتخاب "غیر اییني" دی نو ځکه ورڅخه "پرېکون" کوي.

په همدې حال کې د پي ټي ای سېنېټرانو له اسلام اباد های کورټه غوښتي دي چې د سېنېټ د مشر (چېرمېن) او د هغه د مرستیال انتخاب دې وځنډوي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د تحریک انصاف پینځه سېنېټرانو د اپرېل پر اتمه د های کورټ سېکرټر ته لیک استولی دی او ویلي یې دي چې د روانې میاشت په پیل کې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د سېنېټ د ۱۱ څوکیو ډکولو لپاره انتخابات ځنډېدلي ول نو ځکه تر هغو چې د سېنېټ د غړو شمېر بشپړ شوی نه وي، مشر او د هغه مرستیال دې نه ټاکل کېږي.

تحریک انصاف هم په خپل بیان کې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د سېنېټ د انتخاباتو تر کېدو پورې د چېرمېن او ډېپټي چېرمېن نه ټاکلو غوښتنه کړې ده.

پي ټي ای دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اپرېل پر اوومه په خپل فرمان کې د اپرېل پر نهمه د سېنېټ غونډه وروغوښته.

ټاکل شوې چې په غونډه کې د سېنېټ نوي منتخب غړي لوړه وکړي چې تر هغې وروسته به یې مشر او د هغه مرستیال منتخبېږي.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري.

له دې پرته وفاقي پلازمېنه اسلام اباد دوه عمومي او یو د ټېکنوکراټ او یو د ښځو ځانګړې څوکۍ لري.

پخوا قبایلي سیمو هم په سېنېټ کې څوکۍ لرلې خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو په تدریجي ډول یې څوکۍ کمې او له ۲۰۲۴ز کال څخه په بشپړ ډول ختمې شوې.

په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي او استازي يې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېنېټ د نیمايي څوکیو ډکولو لپاره د اپرېل پر دویمه انتخابات اعلان کړي ول خو د مارچ پر ۳۰مه یې وویل چې د سېنېټ پر ۴۸ خالي څوکیو له بلوچستانه ټول ۱۱ او له پنجابه اووه نوماندان بې له مقابلې منتخب شوي دي.

تر دې وروسته ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر دویمه د پاتې ۳۰ سېنېټرانو د ټاکلو لپاره په قامي او صوبايي اسمبلیو کې انتخابات وشي، خو کمېشن د ځانګړو څوکيو پر سر د جنجال له امله کمېشن هلته ټاکنې وځنډولې او د سېنېټ له پاتې ۳۰ څخه پر ۱۹ څوکیو انتخابات وشول.

د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوه چې انتخاباتي کمېشن د ښځو او لږکیو ۲۵ څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل ته د ورکولو پر ځای مخالفو ګوندونو ته ورکړې.

د تحریک انصاف سیاستوالانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ازادو کاندیدانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد کونسل ورګډ شول.

خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو شریک کړی.

کمېشن داراز ویلي دي چې سني اتحاد شورا په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هېڅ غړی نه لري. هغې خپلواکه دولتي ادارې وویل چې د همدې پر اساس په قامي او صوبايي اسمبلیو کې ځانګړې څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکوي.

تر دې وروسته ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۲مه د اسمبلۍ په غونډه کې پر ځانګړو څوکیو منتخب غړي لوړه وکړي، خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر یا د هغې مرستیالې غونډه ور و نه بلله او دا کار وځنډېد.

په دې لړ کې پېښور های کورټ د اسمبلۍ سپیکر ته د غونډې وربللو او پر ځانګړو څوکیو منتخبو غړو ته د سوګند ورکولو امر کړی وو خو پر دې سربېره هم دا کار نه دی شوی.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG