د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي اېس اېل سږنیو سیالیو کې د سیالکوټ او حیدراباد لوبډلې شاملېږي


د لاهور قلندرز بیټران د ۲۰۲۵ز کال پي اېس اېل په پایلوبه کې منډه وهي، ورسره د کوټه ګلیډیېټرز بالر ولاړ دی. د تېر کال اتلولي د لاهور لوبډلې ګټلې وه.
د لاهور قلندرز بیټران د ۲۰۲۵ز کال پي اېس اېل په پایلوبه کې منډه وهي، ورسره د کوټه ګلیډیېټرز بالر ولاړ دی. د تېر کال اتلولي د لاهور لوبډلې ګټلې وه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو منتظمینو په سږنیو سیالیو کې د دوو نویو لوبډلو د شاملولو اعلان کړی دی.

د جنورۍ پر اتمه د اسلام اباد په جناح کنوېنشن مرکز کې غونډه وشوه چې پکې یوشمېر کاروباري ډلو او شخصیتونو د نویو لوبډلو اخیستو لپاره په داوطلبۍ یا بولۍ کې برخه واخیسته.

په نیلامۍ کې د اوزي ډېوېلپرز د سیالکوټ ښار لوبډله په یو ارب (مېلیارده) او ۸۵ کروړه روپیو او اېف کې اېس ګروپ د حیدراباد لوبډله په یو ارب ۷۵ کروړه روپیو واخیسته.

له دې سره به د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې دا ځل د شپږو پر ځای اته لوبډلې برخه اخلي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۶ز او ۲۰۱۷ز کال په پړاوونو کې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ برخه اخیستې وه او ملتان سلطانز شپږمه لوبډله شوه چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په کلنیو سیالیو کې برخه اخلي.

ټاکل شوې چې د پاکستان سوپر لیګ سږنۍ سیالۍ د مارچ له ۲۶مې څخه د مې تر درېیمې پورې د کراچۍ، لاهور، راولپېنډۍ، ملتان او فیصل اباد په لوبغالو کې ترسره شي.

لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰۲۵ز کال کې د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سیالیو په پایلوبه کې کوټه ګلیډیېټرز ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو جام ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG