د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انګور اډه کې په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ شرط پرضد پرلت دوام لري


یو سړی د انګور اډې د وره مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.
یو سړی د انګور اډې د وره مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.

د کوز جنوبي وزيرستان انګور اډې اوسېدونکو د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې پرضد احتجاج ته دوام ورکړی دی چې له مخې یې هېڅوک له پاسپورټ او ویزې پرته افغانستان ته تګ راتګ اجازه نه لري.

د پرلت يو مشر محب وزير د جولای پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې چمن او د کندهار د سپین بولدک پر وره په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ او راتګ د اجازې خبرونو هيله من کړي ول چې په انګور اډه کې به هم د خلکو تګ راتګ د پخوا په څېر بحال شي، خو داسې و نه شول.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کوي. د حکومتي پرېکړې پرضد لومړی په چمن او بیا په انګور اډه کې احتجاجي پرلتونه پیل شول.

په چمن کې نهه میاشتنی احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې.

د پرلت کمېټۍ غړو او مشرانو مشال راډیو ته ویلي دي چې حکومتي پلاوي په چمن کې احتجاجیانو ته د غوښتنو منل کېدو اعلان پر مهال نیول شوي کسان هم وروستي ول او خوشې یې کړل او د جولای پر ۲۳مه په شناختي‌ کارډ او تذکره د خلکو تګ راتګ پیل شو.

خو د پاکستان او بلوچستان حکومتونو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې د پرلت يو بل مشر ملک بخت امير مشال راډیو ته وويل، څو ورځې وړاندې په سيمه کې د پوځ يو کرنل ورته په يوه جرګه کې ويلي ول چې پر انګور اډه به هم د پاسپورټ او ویزې شرط ختم شي، خو لا دا کار نه دی شوی.

هلته د کوز جنوبي وزيرستان انتظامي مشر یا ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان د جولای پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د انګور اډې پر دروازه د پاسپورټ او ویزې شرط د وفاقي حکومت عملي کړی او هم هغه یې د ختمولو واک لري.

په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې پرلت وهلی دی.

دوی وايي چې پر هغه لاره د سفري اسنادو لازمي کېدل د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

په سیمه کې د پرلت له وجې پر انګور اډې تجارت او نورې کاروباري چارې درېدلې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG