د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې مسیحیانو او فعالانو یو عیسوي ته د مرګ سزا اورونې ضد مظاهره کړې


د کراچۍ مظاهرې ته د عیسویانو تر څنګ مدني او د بشري حقونو فعالان هم ورغلي ول - د جولای دویمې انځور.
د کراچۍ مظاهرې ته د عیسویانو تر څنګ مدني او د بشري حقونو فعالان هم ورغلي ول - د جولای دویمې انځور.

په کراچۍ کې فعالانو او د مسیحیانو (عیسویانو) ټولنې په پنجاب کې يو مسیحي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده.

د جولای پر دویمه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو یوې ټولنې عورت مارچ منتظمينو او عيسويانو پر احسان شان لګېدلي تورونه رد کړل او ادعا يې وکړه چې عدالت په هغه پرېکړه کې ټولې قانوني لارې نه دې عملي کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جون پر ۲۹مه د پنجاب په ساهيوال ضلع کې يو ځايي عدالت احسان شان نومي عيسوي تن ته د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا واوروله.

پر نوموړي تور وو چې تېر کال يې د جړاوالا تر پېښې وروسته پر ټولنیزې شبکې ټېک ټاک د مسلمانانو خلاف کرکجن مواد خپاره کړي ول.

خو د احتجاج يوې ګډونوالې او د مسیحیانو دیني مشرې غزالې شفيق مشال راډيو ته وويل چې احسان شان د مذهب هېڅ سپکاوی نه دی کړی او هغوی به د دې عدالتي پرېکړې پر ضد د پاکستان لويو عدالتونو ته ځي.

مظاهرچیانو وویل چې د پرېکړې پرضد لوړو عدالتونو ته ځي - د جولای دویمې انځور.
مظاهرچیانو وویل چې د پرېکړې پرضد لوړو عدالتونو ته ځي - د جولای دویمې انځور.

مظاهرچيانو وويل چې د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د پنجاب په جړاوالا کې د مذهب د سپکاوي تر ګنګوسو وروسته لسګونه پارېدلو کسانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه وکړل او ورته تاوانونه یې واړول، خو په وينا يې چې عدالت تر اوسه په هغو پېښو کې تورن کسان نه دي سزا کړي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د جون پر ۲۰مه، د خیبر پښتونخوا د سوات په مدين کې پارېدلو کسانو له سيالکوټه ورغلی یو سيلانی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وواژه.

وروسته پوليسو د هغې پېښې د پلټنو لپاره يوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړه او ۲۲ مشکوک کسان يې ونیول.

پولیس وايي چې پر نیولو کسانو یې په مقدمه کې د وژنې، اقدام قتل، سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو او د ترهګرۍ مادې یا دفعې هم شاملې کړې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاته کړې وه چې ریاست یا دولت د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومتونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG