د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د "عزم استحکام" عملیاتو ضد لاریون شوی دی


د احتجاجیانو پر لوحو د سولې شعارونه لیکل شوي ول - د جولای درېیمې انځور.
د احتجاجیانو پر لوحو د سولې شعارونه لیکل شوي ول - د جولای درېیمې انځور.

په سوات کې د پاکستان حکومت له خوا د اعلان شویو ترهګرۍ ضد عملیاتو خلاف د "امن مارچ" په نوم احتجاجي لاریون شوی دی.

د مینګورې ښار په نشاط څلورلاره کې د جولای درېیمې مظاهرې اعلان د خيبر پښتونخوا د ځنګلونو او چاپېریال ساتنې چارو وزير فضل حکيم يوسفزي کړی وو چې پکې د تحریک انصاف ګوند د غړو ترڅنګ د سوات يوشمېر اوسېدونکو ګډون وکړ.

احتجاجیانو په لاسونو کې لوحې نیولې وې چې ورباندې د سولې شعارونه ليکل شوي ول.

ایا د پاکستان حکومت نوي پوځي عمليات د کوم بل هېواد په وينا اعلان کړي دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:09 0:00

فضل حکیم یوسفزي لاریون ته په وينا کې دعوه وکړه چې په سیمه کې یې "امن دی" نو ځکه هلته د پوځي عملیاتو "هېڅ ضرورت" نه شته.

د مظاهرې ګډونوال او د تحریک انصاف يو ځايي مشر شاهد علي خان مشال راډیو ته وويل چې نور په سوات کې د امنیتي پوستو، ناکو او کورونو د تلاشۍ اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

خو د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG