د لاسرسي ځای

تازه خبر

استادان وايي پولیسو یې پېښور کې پر پرلت اوښکې بهوونکی ګیس کارولی


لسګونه ښوونکو د جولای پر ۱۱مه د رتبو لوړولو لپاره د اسمبلۍ مخې ته پرلت وواهه - د جولای ۱۲مې انځور.
لسګونه ښوونکو د جولای پر ۱۱مه د رتبو لوړولو لپاره د اسمبلۍ مخې ته پرلت وواهه - د جولای ۱۲مې انځور.

د خیبر پښتونخوا د سرکاري ثانوي ښوونځیو استادانو ویلي دي چې پولیسو یې د پرلت پرضد کاروايي کړې ده.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ مخې ته د جولای له ۱۱مې راهیسې ناستو احتجاجیانو مشال راډيو ته وویل چې د جولای پر ۱۳مه ورباندې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او تر ۱۵ زیات ښوونکي یې ونیول.

یو استاد فضل اکبر مشال راډیو ته وویل چې سوله ییز احتجاج یې کاوه خو پولیسو ورباندې اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ورباندې یې د ربړ مرمۍ وورولې.

دی وايي، دوی یوازې د خپلو رتبو د لوړولو غوښتنې پوره کېدو لپاره پرلت وهلی دی. "دا استادان وايي چې له ۳۲ کلونو راهیسې په ۱۶م ګرېډ (رتبه) برتي (ګومارل) کېږي او [په هم هغه رتبه کې] رېټایر شي. د نورو صوبو د استادانو په څېر دې د دوی ترقي هم وشي."

یو بل ښوونکي ظاهر محمد مشال راډيو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ یې د رتبو لوړولو لپاره پرېکړه لیک منظور کړی وو او د پېښور های کورټ یې هم په حق کې فیصله کړې، نو حکومت دې یې غوښتنه پوره کړي.

د پېښور پولیسو د جولای پر ۱۲مه د سړک تړلو په تور د ۳۵۰ ښوونکو پرضد مقدمه دایره کړې وه.

د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي حکومت ویاند فېروز جمال کاکاخېل د جولای پر ۱۳مه مشال راډيو ته وویل چې له ښوونکو سره یې مذاکرات شوي او هغوی خپل پرلت د جولای تر ۱۸مې ځنډولی دی.

نوموړی وايي، پولیس به نیول شوي استادان خوشې کړي.

د کاکاخېل په خبر، د استادانو غوښتنه یې نه ده رد کړې، خو لنډمهالی حکومت د دې ډول پرېکړو واک نه لري نو ځکه د رتبو لوړېدو د غوښتنې پوره کولو په اړه به راتلونکی منتخب حکومت اقدام کوي.

XS
SM
MD
LG