د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون انتظامیه وايي په جزوي ډول د زده کړو بهیر بیا پیلوي


د پېښور پوهنتون استادان، نور کارکوونکي او زده کوونکي د مارچ له اوومۍ راهیسې په احتجاج دي.
د پېښور پوهنتون استادان، نور کارکوونکي او زده کوونکي د مارچ له اوومۍ راهیسې په احتجاج دي.

د خیبر پښتونخوا د پېښور پوهنتون انتظامیه وايي، د اپرېل له ۱۰مې څخه په محدود ډول د زده کړو بهیر بیا پیلوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د پوهنتون ټول استادان، د زده کړو معاون کارکوونکي او د زده کوونکو سازمانونه د مارچ له اوومې راهیسې په احتجاج دي چې له کبله یې زده کړې درېدلې دي.

احتجاجیان د پوهنتون د مشر د ګوښه کولو او په ودانۍ او لیلیو کې د امنیت ټینګښت په ګډون یوشمېر غوښتنې لري.

په پوهنتون کې د استادانو او نورو ملازمانو کاربندیز او له ټولګیو څخه د زده کوونکو پرېکون د لیلیو یا هاسټلونو د امنیتي چارو د مشر ثقلین بنګښ تر وژنې دوه ورځې وروسته پیل شو چې له څه د پاسه یوې میاشتې راهیسې دوام لري.

د پوهنتون انتظامیه څه وايي؟

د پېښور پوهنتون مشر یا وایس چانسلر د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د صوبې په تر ټولو لویه تعلیمي اداره کې یې د زده کړو بهیر بیا پیلولو لپاره متبادله لاره لټولې ده.

ډاکتر محمد ادریس وايي، د پخوانیو او رضاکاره ښوونکو په مرسته له ۵۳ څخه ۲۰ پوهنځي او تعلیمي څانګې بیا فعالوي. "چې احتجاج کوونکي استادان راسره خبرو ته نه کښېني او له یوې میاشتې راهیسې د زده کړو لړۍ په ټپه درېدلې نو موږ ولې متبادل انتظام و نه کړو؟"

ده دعوه وکړه چې پخواني ښوونکي او هغه شاوخوا ۵،۰۰۰ هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو یې ډاکتري (پي اېچ ډي) کړې او اوسمهال بې روزګاره دي، ورسره درس ورکولو ته تیار دي. "موږ د [موبایل ټېلېفون] یو اپليکېشن جوړ کړی وو چې له لارې یې څه باندې ۲،۰۰۰ استادانو رسره کار ته رضامندي ښوولې ده نو موږ به د ګل (دوشنبې) له ورځې څخه زده کړې پیل کړو. له دې علاوه، څو ورځې مخکې مې د ۲۰ بېلابېلو څانګو له مشرانو سره ناسته کړې وه، هغوی هم تیار دي."

د پېښور پوهنتون رجسټرار سیف الله خان د اپرېل پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې په پېښور پوهنتون کې څه باندې ۱۶،۰۰۰ زده کوونکي تعلیم ترلاسه کوي او پکې له ۵۰۰ څخه زیات استادان دي.

د ده په خبره، د استادانو تر څنګ د تدریسي چارو مرستیالان او د صفایۍ کارکوونکو هم احتجاجي کاربندیز کړی دی.

خان هم البته تایید کړه چې د اپرېل له ۱۰مې څخه به په جزوي ډول د زده کړو بهیر پیل شي.

د پېښور پوهنتون د استادانو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

د استادانو او زده کوونکو دریځ

د پېښور پوهنتون د استادانو ټولنې (پيوټا) غړی جمیل چترالی وايي، پوهېږي چې د کاربندیز له کبله د زده کوونکو وخت ضایع کېږي، خو دی وايي، له دې پرته ورسره بله چاره نه وه.

نوموړي د اپرېل پر اتمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د زده کړو بهیر بیا پیلېدو په اړه د وایس چانسلر دعوه ناسمه وبلله.

دی وايي، که د پوهنتون انتظامیه هغه ۲۰ پوهنځي پرانیزي هم نو زده کوونکي نه ورځي. "وایس چانسلر خو دعوه کوي چې صرف تدریسي او غیرتدریسي عمله په هړتال ده، نو بیا زده کوونکي ولې نه ورځي؟"

چترالی زیاتوي چې زده کوونکي د ثقلین بنګښ تر وژنې وروسته د خپل خوندیتوب په اړه اندېښنې لري، نو ځکه پوهنتون ته نه ځي.

د پوهنتون د زده کوونکو د سازمانونو ګډې ټولنې یا متحده طلبا محاذ مشر مدرار احمد هم مشال راډیو ته وویل چې د غوښتنو تر پوره کېدو پورې ټولګیو ته نه ځي. "موږ په ډاګه د متحده طلبا محاذ له خوا دا غوښتنه کړې ده چې تر [هغو] چې زموږ مطالبات نه وي منل شوي، موږ به په هړتال یو. اوس د روژې میاشت ده، زده کوونکي خپلو [کورونو] ته تللي دي، خو تر روژې وروسته به [هم] موږ د پوهنتون ټول دفترونه او کلاسونه تړلي ساتو."

احمد د پوهنتون په ودانۍ کې د امنیت تر څنګ د زده کوونکو د فیسونو کمولو غوښتنه هم یاده کړه.

د احتجاجیانو غوښتنې او د انتظامیې دریځ

پیوټا او د پوهنتون د نورو کارکوونکو د ټولنې ګډې عامله یا ایکشن کمېټۍ د مارچ اوومه تر احتجاجي لاریون وروسته د کاربندیز پیلولو پر مهال یوشمېر غوښتنې وړاندې کړې وې چې پکې د وایس چانسلر ګوښه کول، د پوهنتون د هاسټلونو د امنیتي مشر ثقلین بنګښ د وژنې عدالتي پلټنې، پوهنتون له وسلو پاکول، د اوسنیو امنیتي ساتونکو نفسیاتي یا رواني معاینه او د قابلیت پر اساس د نویو ساتونکو ګومارنه او په پوهنتون کې په عارضي بنیادونو د ملازمينو برتیانو ختمول شامل دي.

تر دې دوه ورځې مخکې، د مارچ پر پینځمه یو امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنیت لپاره د سېګما په نامه د شخصي کمپنۍ (شرکت) يو مشر ثقلین بنګښ وژلی وو.

د هغه د وژنې پرضد د مارچ پر شپږمه نېټه د پوهنتون د زده کوونکو د ټولو سازمانو متحده طلبا محاذ احتجاجي مظاهره وکړه.

تر دې مخکې له پېښور پوهنتون سره جوخت په اسلاميه کالج پوهنتون کې یو امنیتي ساتونکي د فبرورۍ پر ۲۰مه نېته د انګریزي ادب استاد بشیر احمد وواژه. پولیس وايي، هغه ساتونکی یې نیولی دی او ورباندې مقدمه دایره شوې ده.

اخوا د پوهنتون وياند نعمان خان وايي، هغه تعلیمي اداره رسماً بیا پرانیستل شوې ده خو د احتجاج له کبله یې فعالیت نه دی پیل کړی.

دی زیاتوي چې د پوهنتون ادارې د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي حکومت په وینا غونډه وربللې وه خو احتجاجیان ور حاضر نه شول چې له کبله یې د دواړو خواوو ترمینځ ترینګلتیا دوام لري.

XS
SM
MD
LG