د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې پرلتوالو ویلي دي چې حکومتي چارواکو یې غوښتنې منلې دي او د کندهار له سپین بولدک سره تګ راتګ د پخوا په څېر بحال شوی دی.
د پرلت کمېټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي ولسیار خان د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې حکومتي پلاوي د جولای پر ۲۰مه په کوټه کې د پرلت له استازو سره د مذاکراتو وروستی پړاو ترسره کړ.
ده وویل چې د حکومت له لوري په پلاوي کې د بلوچستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ملک عنایت کاسی، د امنیتي ځواکو یو افسر او له اسلام اباده ورغلي چارواکي شامل ول.
خان وویل چې حکومتي پلاوي په تېرو میاشتو کې نیولي کسان د جولای پر ۲۱مه په چمن کې پرلت ته وروستل، هغوی یې خوشې کړل، ورباندې یې درج مقدمې ختمې کړې او اعلان یې وکړ چې د چمن پر لاره به تګ راتګ د ۲۰۲۳ز کال د نومبر تر لومړۍ نېټې په مخکیني حالت کې بحالېږي.
د پرلت کمېټۍ غړي زیاته کړه چې سیمې اوسېدونکي به اوس د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو له سپین بولدک سره تګ راتګ کوي او پنډیان (لغړیان) به هم په ازادۍ سامانونه لېږدوي.
ولسیار خان وویل چې د حکومتي پلاوي له اعلان سره سم، د چمن او سپین بولدک لاره، چې له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې تړلې وه، بیا خلاصه شوه.
د بلوچستان او پاکستان حکومت لا د چمن د پرلتوالو غوښتنو د منلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟
د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ویلي ول چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.
د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) ول چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.
پرلتوالو ویل چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.
پرلتوالو د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوله.
خو د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په بیا بیا ویلي ول چې د قانوني سفري اسنادو له شرطه نه په شا کېږي او دا چې دا کار د ملي امنیت په ګټه دی.
د حکومت او پرلتوالو ترمینځ په وار وار مذاکرات وشول خو هر ځل بې نتيجې پای ته ورسېدل.
د پرلتوالو خلاف عمليات او د هغوی ګرفتاري
د چمن پرلتوال وايي چې د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو په چمن کې د هغوی پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو کې يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.
هغه مهال د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند دا تور د ځواک پر ضد دسيسه بللې وه او ادعا يې کړې وه چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه وو وړاندې کړی.
پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې وه او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک وداني د احتجاج په توګه تړلې ول. هغوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.
تر هغې وروسته، د چمن چارواکو ويلي ول چې د جون پر څلورمه شپې مهال د ملېشه ځواک سرتېرو په عملیاتو کې د چمن پرلتوالو له خوا د چمن او کوټې ترمینځ تړلې لاره خلاصه کړه.
چارواکو زياته کړې وه چې ملېشه ځواک د لارې خلاصولو پر مهال اوښکي بهوونکی ګيس استعمال کړ او ځينې احتجاج کوونکي يې هم ونيول.
پرلتوال وايي چې د چمن مرستيال کمېشنر راجا اطهر عباس پر همهغه شپه د پرلت اووه مشران د خبرو لپاره خپل دفتر ته ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې ولېږدول.
خو عباس ادعا کړې وه چې د خبرو پر مهال د پرلت ځینو غړو ورباندې بريد وکړ چې پکې، د نوموړي په خبره، هغه ته څه ډول زيان نه وو اوښتی. البته هغه د دې دعوې د تصديق لپاره ثبوت وړاندې نه کړ.
وروسته پرلتوالو په چمن کې د پرلت د مشر غوث الله او وياند صادق اڅکزي په ګډون د پرلت کمېټۍ د نيول شويو مشرانو د خوشې کولو لپاره احتجاج پيل کړ.
د چمن پرلت کمېټې يو مشر ولسيار خان مشال راډيو ته وویل چې د جون پر شپږمه او اوومه د چمن سرحدي ځواک سرتېرو پر احتجاجیانو ډزې وکړې چې پکې یې تر ۴۰ زيات پرلتوال ژوبل کړل.
خو د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ويلي ول چې د تاوتریخوالي په هغو پېښو کې ۱۵ احتجاج کونکي او ۱۷ امنیتي سرتېري، چې پولیس او لیویز په کې شامل دي، ژوبل شوي ول.
د چمن د پرلت لسګونه ژوبل غړي د چمن او کوټې روغتونونه ته ولېږدول. بلخوا امنيتي ځواکونو يوشمېر نور پرلتوال هم ګرفتار کړل.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نيشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، پاکستان تحريک انصاف، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر ګوندونو د چمن پرلتوالو د غوښتنو په ملاتړ کې په کوټه، چمن او نورو ښارونو کې لاریونونه او مظاهرې کړې وې او له هغوی سره یې د یووالي ښکارندويي کړې وه.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد او د یوشمېر نورو غوښتنو لپاره له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې پرلت روان دی.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت او د چمن لاره له کندهار ولایت سره تړي.