د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزیو کې بازارونو ته د برېښنا قطع کولو پرضد احتجاجي جرګه شوې ده


د اورکزیو دوکاندارانو او ځایي خلکو د اپرېل پر ۲۳مه په مېشتي مېنه کې احتجاجي جرګه وکړه.
د اورکزیو دوکاندارانو او ځایي خلکو د اپرېل پر ۲۳مه په مېشتي مېنه کې احتجاجي جرګه وکړه.

د خیبر پښتونخوا د اورکزیو اوسېدونکو او سوداګرو تر هغې وروسته احتجاجي جرګه کړې ده چې د پاکستان د اوبو او برېښنا چارو ادارې (واپډا) د ځینو بازارونو بجلي قطع کړه.

هغې ادارې له دوکاندارانو غوښتي دي چې میټرې ولګوي او پر کاروباري نرخ ترې برېښنا واخلي.

ادارې ویلي دي، هغه دوکانداران چې د برېښنا میټرې نه لګوي او په کاروباري نرخ یې نه اخلي نو د بجلۍ د استعمال اجازه نه ورکوي.

واپډا او د برېښنا د وېش صوبايي ادارې په خیبر پښتونخوا کې د کورني استعمال لپاره بجلي په ارزانه او د کاروبارونو لپاره یې په لوړ قیمت پلوري.

د اپرېل پر ۲۳مه سوداګرو او ځايي خلکو په مېشتي مېنه (چې مېشتي مېله هم بلل کېږي) کې جرګه وکړه او بازارونو ته یې د بجلۍ بحالولو غوښتنه وکړه.

د مېشتو بازار د تاجرانو د اتحاديې مشر حيات خان جرګې ته وويل چې د اورکزیو په بازارونو کې سوداګریزې هلې ځلې دومره زیاتې نه دي چې دوکانداران په کاروباري نرخ بجلي واخلي.

هغه وویل چې که واپډا له خپلې پرېکړې په شا نه شي نو احتجاجاً به ټول بازارونه وتړي.

مدني فعال نجيب اورکزي مشال راډیو ته وویل چې په اورکزیو کې يو تن هم د بجلي ميټر لګولو يا بېل ورکولو ته تيار نه دی ځکه چې هغې ادارې ته حکومت پیسې ورکوي او د قبایلو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو پر مهال ورسره ژمنه شوې وه چې د قبایلي ضلعو اوسېدونکي به د برېښنا بېلونه نه ورکوي نو ځکه دې واپډا دوکانداران میټرو لګولو ته نه مجبوروي.

د بجلۍ ادارې تېره اوونۍ د اېنجاړو بازار، فېروز خېلو، هېډکوارټر چوک، کډه بازار، کارېز، سانګړه، مېشتي مېنه، انډخېلو او د ځيني نورو بازارونو بجلي قطع کړه.

په جرګه کې د اورکزیو د صوبایي اسمبلۍ غړي اورنګزېب خان هم ګډون وکړ او و یې ویل چې واپډا د قانون پر ضد ګام پورته کړی دی.

هغه وویل چې په اورکزیو کې لوی کاروباري مرکزونه نه شته او واپډا دې وړو کاروباریانو ته د بجلۍ کارولو اجازه ورکړي.

د واپډا یو چارواکي رحمت الله مشال راډیو ته وویل چې مرکزي دفتر ورته ویلي دي چې که څوک د دوکان یا بل کاروباري مقصد لپاره بجلي کاروي نو میټرې دې ولګوي.

دی زیاتوي چې هغه اداره له میټرو او بېل ورکولو پرته هېچا ته د بجلۍ کارولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG