د شمالي وزیرستان په درو تحصیلونو کې خلکو د موبایل ټېلېفون شبکو او انټرنېټ خدماتو تړلو خلاف احتجاج کړی دی.
احتجاج کوونکو د اپرېل پر ۱۸مه لومړی د میرامشا پرېس کلب مخې ته احتجاج وکړ او تر هغه وروسته یې خبري غونډه وکړه.
احتجاج کوونکو وویل چې په دوسلي، رزمک او ګریوم تحصیلونو کې د موبایل ټېلېفون شبکې لپاره ستنې لګېدلې دي خو هغه سم کار نه کوي.
د دوسلي اوسېدونکي او د ملي جمهوري غورځنګ د ځوانانو تنظیم یو مشر نعمان خان وزیر تر احتجاج وروسته مشال راډیو ته وویل چې که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو دوی به نور احتجاجونه کوي او پرضد به یې عدالت ته هم ځي.
داراز د رزمک ډوېژن د ځوانانو تنظیم مشر ګلاب دین له مشال راډیو سره د خبرو پرمهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د سیمې خلکو ته دې د تري ـ جي او فور ـ جي شبکو اسانتيا ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې د انټرنېټ د ن شتوالي له وجې يې نه یوازې تعلیم او روزګار ته زیان رسېږي بلکې خلکو ته په اړيکو نيولو کې هم ستونزې دي.
بلخوا د میرامشا تحصیلدار غني الرحمان مشال راډیو ته ویلي چې انتظامیه په زیاتره سیمو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ ستونزو د ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم حکومت په شمالي وزیرستان کې څو ځلې موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ تړلی چې پرضد یې خلکو مظاهرې کړې دي. چارواکي وايي، د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي او امنیت لپاره کله نا کله انټرنېټ تړل اړین وي.