د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي حکومت چټک انټرنېټ تړلی دی


په شمالي وزیرستان کې خلک د انټرنېټ تړلو ضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې خلک د انټرنېټ تړلو ضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې حکومت هلته په ګڼو سیمو کې تاري چټک (ډي اېس اېل) انټرنېټ بند کړی دی.

د میرلي اوسېدونکي او د بشري حقونو فعال عادل داوړ د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې په اوسني دور کې د انټرنېټ بندول د ځوانانو "سختدریځۍ" ته د هڅولو معنا لري.

هغه دعوه وکړه چې که ځوانان د انټرنېټ له لارې له نړۍ خبر نه شي نو شاته به پاتې شي.

د میرامشا ځینو سوداګرو هم مشال راډیو ته ویلي چې د انټرنېټ د بندېدو له وجې یې کاروبار اغېزمن شوی دی او ځینې چارې یې په ټپه درېدلې دي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر یا ډېپټي کمېشنر محمد یوسف کریم وايي چې انټرنېټ یې ځکه بند کړی دی چې په ځینو ځایونو کې یې تار خلکو په ناقانونه ډول کورونو ته تېر کړی وو.

حکومت تر دې مخکې هم په شمالي وزیرستان کې څو ځلې موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ تړلی چې پرضد یې خلکو مظاهرې کړې دي. چارواکي وايي، د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي او امنیت لپاره کله نا کله انټرنېټ تړل اړین وي.

XS
SM
MD
LG