د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا غني برادر وايي خلیل الرحمان حقاني د طالبانو ترمینځ د اختلافاتو له وجې نه دی وژل شوی


خلیل الرحمان حقاني (له ښي لوري دویم) په تورخم کې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لنډمهالی پنډغالی ګوري - د ۲۰۲۳ز کال د نومبر دویمې انځور.
خلیل الرحمان حقاني (له ښي لوري دویم) په تورخم کې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لنډمهالی پنډغالی ګوري - د ۲۰۲۳ز کال د نومبر دویمې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو لوړپوړي چارواکي ویلي، دا خبره "بې ځایه ده" چې د کډوالو چارو پخوانی سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني یې د "خپلمینځي اختلافاتو" پر سر وژل شوی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ډېسېمبر پر ۱۴مه په پکتیا کې د حقاني د فاتحې پر مهال موجودو کسانو ته په وینا کې وویل چې په مشرتابه کې یې د اختلافاتو خبرې بې اساسه دي. "د طالب مشرانو ترمینځ مینه او محبت، هر څه شته. مه د چا خبرو ته غوږ نیسئ او مه سوچ په خرابوئ."

حقاني د ډېسېمبر پر ۱۱مه په کابل کې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د طالبانو د حکومت ویاند څه ساعت پس پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې د حقاني د وژنې پړه پر داعش واچوله. هغه لیکلي ول چې نوموړی "د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید" کې ووژل شو. طالبان د "خوارجو" اصطلاح د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د وسلوالو لپاره کاروي.

وروسته د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت ومانه خو داسې ګنګوسې هم وې چې ګواکې نوموړی د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو په نتیجه کې وژل شوی دی.

د حقاني جنازه د ډېسېمبر پر ۱۲مه د پکتیا په ګردي څېړۍ ولسوالۍ کې وشوه چې ورته د طالبانو یوشمېر لوړپوړي چارواکي ورغلي ول. نوموړی وروسته هم هلته په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خلیل حقاني جنازې ته ګڼ طالبان او ځايي خلک ورغلي ول.
د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خلیل حقاني جنازې ته ګڼ طالبان او ځايي خلک ورغلي ول.

د حقاني وراره انس حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي ول چې د ډېسېمبر ۱۱مې په برید کې شپږ نور کسان هم وژل شوي ول.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه ول ورکړي او د طالبانو حکومت هم د وژل شویو نورو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت اکثر په حملو کې د مرګژوبلې له کره ارقامو ورکولو ډډه کوي.

خلیل حقاني د حقاني شبکې د اوسني مشر او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تره او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو بلل کېده. نوموړی د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور وو.

هغه څه باندې درې کاله مخکې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی د کابینې لومړی غړی وو چې په یو برید کې ووژل شو.

د امریکا د مالیې وزارت د ۲۰۱۱ز کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمان حقاني د "نړیوال ترهګر" په توګه نومولی وو او پر سر یې د پینځو مېلیونه امریکايي ډالرو انعام هم ټاکلی وو.

د خزانې وزارت پر ووبپاڼه لیکل شوي دي چې د حقاني د زوکړې کره نېټه معلومه نه ده خو ښايي په ۱۹۶۶ز کال کې په پکتیا کې زېږېدلی وو.

په کابل کې هغه برید پر داسېوخت شوی چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د هغې ډلې د ختمولو دعوه وکړه چې په سېپټېمبر کې یې په غور ولایت کې په حمله کې ۱۴ شیعه ګان وژلي ول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې "ځانګړو ځواکونو" یې د غور ولایت په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.

XS
SM
MD
LG