د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په وسلوالو حملو کې ۵ پولیس وژل شوي دي


له پېښور ښار سره نېږدې یو پولیس د تاڼې له بامه سیمه څاري - انځور له ارشیفه.
له پېښور ښار سره نېږدې یو پولیس د تاڼې له بامه سیمه څاري - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو په حملو کې پینځه پولیس وژل شوي دي.

په پېښور کې د پولیسو مرکزي دفتر د اګست پر ۱۴مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د اګست پر ۱۳مه شپې مهال وسلوالو د پېښور په حسن خېلو کې پر تاڼه ډزې وکړې چې پکې یو پولیس ووژل شو.

بیان وايي، وسلوالو د شورو (چارشنبې) پر ورځ په بر دیر کې د پولیسو پر ګاډي حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ووژل او شپږ ژوبل شول.

داراز، پر هم هغه ورځ په کوز دیر کې پر پولیس پوستې په برید کې یو سرتېری وژل شوی دی.

بیان زیاتوي، پولیسو د اګست پر ۱۳مه په بنو کې پر یوې پوستې د وسلوالو برید په شا تمبولی دی او په پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

پر پولیسو د تازه بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په عین وخت کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) د اګست پر ۱۳مه په پېښور او شاوخوا سیمو کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د یوې شبکې د ماتولو ادعا کړې ده. مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د اګست پر شپږمه وسلوالو په کرک کې وسلوالو د اېف سي ځواک درې سرتېري او د هغوی ډرېور وواژه. تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل. د هغو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

داراز، د اګست پر دویمه په کوز جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې د یو نومیالي ولسي مشر ورور او یو پولیس ووژل شول.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

تر دې څو اونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم په سوات کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG