د لاسرسي ځای

تازه خبر
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د نتیجو شېبه په شېبه حال

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي. پر دې پاڼه د ټاکنو بهیر په اړه شېبه په شېبه معلومات خپرېږي.

د انتخاباتو په اړه د خبرونو لنډیز

  • په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شو چې لا هم روان دی. په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل او د ماښام پر پینځو پای ته ورسېدل.
  • د پاکستان حکومت د انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې. وزارت د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.
  • ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.
  • د مشال راډیو خبریالان وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې انتخاباتي بهیر ارام روان وو.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ په لنډمهالي ډول ځنډولي دي.
  • د موبایل ټېلېفوني شبکې او انټرنېټ ځنډولو د ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن غبرګونونه پارولي دي. کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې شبکه او انټرنېټ بحال کړي.
۱۱:۵۹ ۸.۲.۲۰۲۴

د انتخاباتي بهیر په اړه پر فېسبوک د مشال راډیو ژوندۍ خپرونه

پر فېسبوک د مشال راډیو لومړۍ ژوندۍ ویډیويي خپرونه دلته وګورئ.

۱۱:۵۰ ۸.۲.۲۰۲۴

په پاکستان کې د قامي او څلورواړه صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره عام انتخابات پیل شوي دي چې پکې ټاکل شوې چې مېلیونونه وګړي برخه واخلي.

د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه به د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وي.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریالان وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې د رایې اچونې بهیر روان دی. سهار مهال د خلکو شمېر زیات نه وو خو انتخاباتي چارواکي هیله لري چې د ورځې په اوږدو کې به دا بهیر ګړندی شي.

د پېښور په ګډون د پاکستان په زیاتره لویو ښارونو کې د ګرځنده ټېلېفون انټرنېټي خدمات ځنډول شوي دي.

په کوټه او کراچۍ کې د مشال راډیو خبریالان وايي، د فبرورۍ اوومې پر بریدونو سربېره خلک د رایې اچونې مرکزونو ته ځي.

په دې اړه بشپړه لیکنه دلته ولولئ.

۱۱:۴۵ ۸.۲.۲۰۲۴

په پېښور کې د رایې اچونې بهیر څنګه روان دی؟

د مشال راډیو خبریال ګل ایاز په پېښور کې د رایې اچونې له مرکزه تازه حال راکوي.

په پېښور کې د انتخاباتو له مرکزه ژوندی پوښښ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

۱۱:۴۱ ۸.۲.۲۰۲۴

په پاکستان کې د انتخاباتو په اړه انځوریزه ګالري

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه خلکو د قامي او صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره د رایو کارول پیل کړل. د انتخاباتي بهیر په اړه لاندینۍ انځوریزه ګالري وګورئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG