د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارګر ګوند د برېتانیا پارلېماني انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړی دی


د لېبر ګوند مشر کییر سټامر او د هغه ښځه (ښي لوري ته لومړۍ) وېکټوریا سټامر تر بریا وروسته له پلویانو سره ګوري - د جولای پینځمې انځور.
د لېبر ګوند مشر کییر سټامر او د هغه ښځه (ښي لوري ته لومړۍ) وېکټوریا سټامر تر بریا وروسته له پلویانو سره ګوري - د جولای پینځمې انځور.

د برېتانیې کارګر ګوند (لېبر پارټۍ) د هېواد په پارلېماني انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړی دی.

د ګوند مشر کییر سټامر د جولای پر پینځمه تر بریا وروسته په وینا کې وویل چې د "بدلون" بهیر "اوس پیلېږي."

د جولای څلورمې د انتخاباتو په پایله کې په برېتانیا کې د محافظه کاره (کنزروېټېف) ګوند ۱۴ کلنه واکمني پای ته رسي.

کارګر ګوند د برېتانیا د ولسي جرګې (هاوس اف کامنز) تر اړینو ۳۲۶ زیاتې څوکۍ ګټلې دي او په دې ډول یې اکثریت ترلاسه کړی دی. د برېتانیا ولسي جرګه ټولې ۶۵۰ څوکۍ لري.

سټامر د جولای پر پینځمه په لندن کې خپلو پلویانو ته وویل چې دا ډول "واک یا مینډېټ لوی مسوولیت لري."

د اسټرالیا وزیراعظم اینتني البانېز د لېبر ګوند تر بریا وروسته ویلي دي چې د برېتانیا له نوي حکومت سره رغنده کار ته لېواله دی.

تر دې مخکې برېتانیا په ۲۰۱۶ز کال کې د محافظه کاره ګوند په واکمنۍ کې د ټولپوښتنې په نتیجه کې له اروپايي ټولنې ووته.

د هغه ګوند په واکمنۍ کې د کورونا وایرس جهاني وبا او وروسته پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال هېواد د ګرانۍ له بحران سره مخامخ وو.

د هغه ګوند مشر او وزیراعظم رېشي سونک تر لویې ماتې خوړلو وروسته کارګر ګوند ته مبارکي ورکړې ده.

نوموړي په مې کې تر ټاکلي وخت مخکې په هېواد کې د پارلېماني انتخاباتو اعلان کړی وو. تر هغې مخکې داسې انګېرل کېده چې ټولټاکنې به د ۲۰۲۴ز کال په مني کې وشي، خو سونک له ولسه وغوښتل چې د جولای څلورمې په انتخاباتو کې دې یې ګوند ته د بیا واکمنېدو موقع ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG