د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پرلتوال: حکومت دې د امنیت لپاره خپله ذمه واري پوره کړي


د خیبر په پرلت کې د سیمې سیاسي او ولسي مشران او فعالان کوي او ورته ویناګانې کوي - د جولای دویمې انځور.
د خیبر په پرلت کې د سیمې سیاسي او ولسي مشران او فعالان کوي او ورته ویناګانې کوي - د جولای دویمې انځور.

په خیبر کې د اېف سي ځواک او ضلعي انتظاميې چارواکو هلته د ناامنۍ خلاف د روان پرلت له مشرانو سره لیدلي دي.

د خیبر قامي اتحاد یو مشر مراد حسین د جولای پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې د سې شنبې (نهې) پر ورځ د اېف سي ځواک یو مېجر او يو کیپټن د لواړګي (لنډي کوتل) له انتظامي مشر (مرستیال کمېشنر) سره يوځای د هغوی پرلت ته ورغلل او له مشرانو يې غوښتنه وکړه چې د امن په قایمولو کې دې خپله "اجتماعي ذمه واري" ادا کړي.

نوموړي زياته کړه چې د جرګې غړو په يوه خوله چارواکو ته وويل چې په سيمه کې امنیت او د وسلوالو خلاف کاروايي کول د ریاستي یا دولتي ادارو مسوولیت دی.

په خیبر ضلع کې له یوې مودې راهیسې د امنیت وضع خرابه ده. د جون پر ۳۰مه شپې مهال د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې یو پولیس او یو د اېف سي ځواک سرتېری ووژل شول.

په خیبر کې پرلت له څه باندې دوو اوونیو راهیسې روان دی - د جولای دویمې انځور.
په خیبر کې پرلت له څه باندې دوو اوونیو راهیسې روان دی - د جولای دویمې انځور.

په لواړګي کې احتجاجي ناسته د جون پر ۱۸مه شپې مهال د یو ځايي خبریال خلیل جبران اپرېدي تر وژنې وروسته پیل شوه.

په قامي اسمبلۍ کې د خیبر استازي اقبال اپرېدي د جولای پر دویمه په لواړګي کې د اېف سي ځواک افسرانو او انتظامي مشر ته وویل چې د اپرېدي په وژنه کې دې ککړ کسان ژر ګرفتار کړي.

ده وویل، د پرلت مشران غواړي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر ته په جرګه ورشي او ورڅخه د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو او د خلیل اپرېدي له کورنۍ سره د مرستو غوښتنه وکړي.

د خیبر پولیس وايي چې خلیل اپرېدی د جون پر ۱۸مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د لواړګي په سلطانخېلو مزرینه کې هغه وخت پټ مخو وسلوالو وواژه چې کله هغه خپل کور ته پر لاره وو.

د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د هغه کورنۍ او د لواړګي د خبریالانو مرکز چارواکي وايي چې وسلوالو ورته له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه کول.

د نوموړي د وژنې پرضد پرلت د خیبر درې پر لار د سړک یوې غاړې ته روان دی او هره ورځ ورته سیاسي او ټولنیز فعالان ویناګانې کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۲۰مه ویلي ول چې د خلیل اپرېدي په وژنه کې به ککړ کسان ژر ونیسي.

د خیبر پولیس وایي د خلیل اپرېدي او په سیمه کې په شویو نورو وژنو کې په ککړو کسانو پسې ګرځي.

د سیمې د پولیس ویاند ظهیر خان اپرېدي مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د خیبر د پولیسو مشر سلیم کلاچي په ټوله ضلع کې پر داخلي او خارجي لارو یې پولیس ځای پر ځای کړي، ناکې یې لګولې دي او کلک امنیتي ګامونه یې پورته کړي دي.

خیبر ضلع خپل تاریخي، اقتصادي او امنیتي اهمیت لري. دا سیمه د خیبر دره لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ده.

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د هغې ضلعې په بېلا بېلو برخو کې عملیات شوي ول چې پر اساس یې هغه سیمه له وسلوالو پاکه وګرځوله. د عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ بې ځای شوې وې. په خیبر کې په وروستیو کلونو کې ناامني بیا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG