د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي په قبایلو کې ګرځنده روغتونونه کار پيلوي


چارواکي وایي ګرځنده روغتونونه په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمات ورکوي ـ پخوانی انځور.
چارواکي وایي ګرځنده روغتونونه په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمات ورکوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د قبایلي ضلعو په لیرې پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتونونو خدمات پيلوي.

د خيبر پښتونخوا د صحت وزارت وايي، د دې کار لپاره یې ۱۰ کلېنېک لرونکي ګاډي د قبایلي ضلعو د روغتیا ادارو ته سپارلي دي او ۱۷ نور وروسته ورکوي.

د خيبر پښتونخوا د نګران اعلا وزیر مشاور ډاکټر ریاض انور د ډېسېمبر پر۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه یې په یوه غونډه کې ګاډي د اړوندو ادارو چارواکو ته وسپارل. "موږ دا ګاډي د متعلقه ضلعو د صحت د محکمو مشرانو ته له دې هدایاتو سره ورکړل چې په سمدستي توګه هغو سیمو ته لاړ شي چې پکې د صحت سهولتونه نه شته، دا (ګرځنده روغتون) په اصل کې د صحت د بنیادي مرکز غوندې دی. په دې کې يو وړوکې اپريشن تهيټر (عملیات خونه)، د ماشوم د زېږون لپاره يوه کوټه، لېبارټري ، ايېکسرې مشین او د غاښونو د درملنې سهولت هم شته."

د قبایلي ضلعو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزارت ویاند سردار حمید روغاني د ډېسېمبر پر۱۶مه وویل چې په ۲۰۱۳ز کال کې د جرمني پرمختیایي بانک د ګرځنده روغتونونو لپاره صوبې ته ۲۷ ګاډي ورکړي ول خو د خرابېدو له وجې بې کاره ولاړ ول چې اوس یې ۱۰ګاډي تر مرمت وروسته قبایلي ضلعو ته سپارلي دي.

دی وايي، حکومت هڅه کوي چې پاتې ګرځنده کلېنېکونه هم هغو سیمو ته واستوي. "په ړومبي فرصت کې د هرې ضلعې روغتیایي مشر (ډي اېچ او) ته دا ګادي حواله شول، موږ ته لويه مسله په دې ګاډو کې د متعلقه صحي سامانونو د نه شتوالي وه، خو د صحت د صوبايي وزارت سېکرټر محمود اسلم وزیر په هدایاتو ورکړل شول، بله دا چې د لیرې پرتو سیمو ولس ته د رسېدو لپاره به يو منظم نظام هم پر ځای کولې شي."

په جنوبي وزیرستان کې د روغتیا د محکمې مشر ډاکټر شمس الرحمان وایي، دوه ګاډي یې ترلاسه کړي دي او د ډېسېمبر له ۱۸مې څخه په لیرې پرتو سیمو کې خدمات پيلوي. "موږ ته يو ګاډی د اېکسرې او لېبارټرۍ او بل د غاښونو د درملنې لپاره مېلاو شوی دی، د دې لپاره به ټايم ټيبل (مهالوېش) هم جوړوو. دا مهال به په دې ګاډو کې د ضلعې خپل ډاکټران او د صحت عمله کار کوي خو حکومت د دې ګاډو لپاره خپله ځانګړې صحي عمله هم [ګومارلې] ده. هغوی به هم په دې ګاډو کې دندې کوي."

د خیبر پښتونخوا د روغتیا د وزیر مشاور ډاکټر ریاض انور وایي چې هغه ګرځنده روغتونونه د کور تر وره پورې د عامو ناروغیو ښکار کسانو ته خدمات رسوي او سخت مریضان به د ضلعې لویو روغتونونو ته لېږدوي.

دی زیاتوي چې په ګرځنده روغتونونو کې ټول خدمات وړیا دي.

XS
SM
MD
LG