د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ۱۱ افغانان له زندانونو خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي


په کراچۍ کې پولیس افغان بندیان لېږدوی - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې پولیس افغان بندیان لېږدوی - انځور له ارشیفه

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان قونسلګري وايي، د سیند صوبې له بېلا بېلو زندانونو څخه ۱۱ افغان وګړي خوشې شوي دي.

هلته د طالبانو جنرال قونسل سید عبدالجبار تخاري د نومبر پر ۱۶مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د یوې ښځې او اووه ماشومانو په ګډون هغه ۱۱ افغانان د چمن – سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دا نه دي ویلي چې هغه افغانان ولې او کله نیول شوي ول. د سیند حکومت تېر کال ویلي ول چې شا و خوا ۱،۸۰۰ بې اسناده افغانان یې نیولي دي.

په تېرو کلونو کې په سيند کې ځينو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې د اسنادو په درلودو سربېره یې هم پولیس په تکليفوي او رشوتونه ترې غواړي. پاکستاني چارواکي‌ دا تور ردوي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر په مياشت کې د بې اسناده کډوالو په ایستلو پيل کړی وو. تر هغې وروسته په سلګونو زره افغانان، هېواد ته لېږدول شوي دي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر اپرېدي د اکتوبر په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر له نیمايي راهیسې شاوخوا ۷۳۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته تللي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له هغو څخه یې ۸۸ فیصده بې اسناده او نور داسې افغانان ول چې په پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد لرل.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستاني چارواکو په وينا، نيږدې شپږ لکه افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، پاکستان ته ورغلي دي.

د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په هېواد کې یې نېږدې ۱۴ لکه ناراجسټر افغانان اوسي.

بلخوا يو اېن اېچ سي ار پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په پاکستان کې ۱۳.۵ لکه ثبت شوي افغان کډوال اوسي چې ۵۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

يو اېن اېچ سي ار زیاته کړې چې په پاکستان کې ۷۰ فېصده راجسټر افغانان په ښارونو کې خو پاتې یې په ۵۴ رسمي کېمپونو کې اوسېږي چې په کليوالو سیمو کې دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز په جون میاشت کې اعلان وکړ چې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې غځوي. ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې هرکلی کړی وو.

XS
SM
MD
LG