د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد انتظامیې د افغان کډوالو کورونه ړنګ کړي دي


د اسلام اباد انتظامیې تر دې مخکې په ۲۰۱۵ز کال کې هم د افغانانو او پښتنو کورونه ړنګ کړي ول. دا د هم هغه وخت انځور دی.
د اسلام اباد انتظامیې تر دې مخکې په ۲۰۱۵ز کال کې هم د افغانانو او پښتنو کورونه ړنګ کړي ول. دا د هم هغه وخت انځور دی.

په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې (کیپېټل ډېوېلپمېنټ اتارټۍ یا سي ډي اې) د یوشمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۱مه ړنګ شوي کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ د ملي پوهنتون (نیشنل یونیورسټي اف ساینس اینډ ټېکنالوجي یا نسټ) له ودانۍ سره نېږدې او د اسلام اباد په مارګله ټاون کې ول.

سي ډي اې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي چې پکې افغانان په ناقانونه توګه اوسېدل. هغې ادارې دا نه دي ویلي چې څومره کورونه یې ړنګ کړي دي.

خو بیان وايي د هغو عملیاتو په پایله کې یې تر ۲۵۰ کناله پورې ځمکه حکومت بیا ترلاسه کړې چې پکې به اوس د خلکو د اوسېدو قانوني ځایونه جوړېږي.

د دې تر څنګ پوليسو او انتظاميې د مارګلې ټاون په یوه برخه کې هم د افغانانو هغه استوګنځايونه ړنګ کړي چې ډېر کلونه پخوا جوړ شوي ول.

يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وويل چې عمليات صرف د افغانانو پر ضد نه دي بلکې مقصد یې د قبضه یا غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي.

ده زياته کړه چې د اسلام اباد په ډېرو غيرابادو برخو کې له لسيزو راهیسې خلک په ناقانونه توګه اوسي او اوس سي ډي اې د هغو ځایونو د ابادولو پرېکړه کړې نو ځکه عملیات کوي.

د نوموړي په وینا، په غير قانوني قبضه ګرو کې صرف افغانان نه بلکې پاکستانيان هم پکې شامل دي.

د سي ډي اې چارواکو تر دې مخکې په ۲۰۱۵ز کال کې هم د اسلام اباد په یوه برخه کې د افغانانو او پښتنو خام کورونه ړنګ کړي ول چې د بشري حقونو د فعالانو مظاهرې یې پارولې وې.

په اسلام اباد کې له لسیزو راهیسې افغانان په خامو کورونو کې اوسي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې له لسیزو راهیسې افغانان په خامو کورونو کې اوسي - پخوانی انځور.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر پای پورې د هېواد پرېښودو امری کړی دی.

د هغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو چارو لنډمهالي وزیر مرتضا سولنګي د اکتوبر پر اوومه د اردو ژبې له ډان نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه ټینګار وکړ چې حکومت به د نومبر له لومړۍ څخه بې اسناده بهرنیان په زور له هېواده باسي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت به د هغو افغانانو پرضد هم اقدام کوي چې د هغه هېواد شناختي کارډونه (تذکرې) او پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي.

اخوا په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

د اکتوبر پر ۱۱مه د افغان کډوالو د عالي شورا مشرانو او استازو د پېښور د خبریالانو په مرکز کې په خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې له ناراجسټر افغانانو سره ښه سلوک وکړي او هغوی دې نه نیسي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) یې د ثبتولو انتظام وکړي.

د شورا مشرانو له اسلام اباده وغوښتل چې افغانان دې خپل هېواد ته نه ستنوي بلکې ورته دې په پاکستان کې اسانتیاوې ورکړي.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

په اسلام اباد کې د پښتنو افغانانو کنډکپر کورونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

په همدې حال کې د پاکستان په يوشمېر سيمو کې د افغانانو د نيولو لړۍ روانه ده. د سيند حکومت د اکتوبر پر نهمه وويل چې له سېپټېمبر راهيسې يې ۱،۸۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي. خو په کراچۍ کې يوشمېر افغان کډوالو او د هغوی وکيلانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي. وکيلانو تور پورې کړی چې پولیس د پیسو لپاره افغان کډوال نیسي، خو پوليسو دا تور رد کړی دی.

داراز د اکتوبر په لومړیو کې پولیسو له اسلام اباد او راولپېنډۍ۸۰۰ افغان کډوال ونیول چې وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې او د اکتوبر پر اوومه پولیسو ۱۱۶ افغانان نیولي ول.

د کوټې یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې هلته یې د مېشتو ۲۴،۰۰۰ افغانانو په اړه معلومات ټول کړي دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه کړې ده.

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې له پاکستانه د افغانانو په زور خپل هېواد ته ستنول د هغوی ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

کمېشن وايي چې د کډوالو تګ باید په خپله خوښه وي او زیاتوي چې د پاکستان لپاره به دا بهتره وي چې کډوال راجسټر کړي او ورته د هېواد د نورو وګړو په څېر حقونه ورکړي.

د پاکستان حکومت پرېکړې افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

اخوا د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG