د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی ولسمشر وايي جنګ نه غواړي خو که اسراییل اقدام وکړي نو سخت غبرګون به وښيي


مسعود پزشکیان په دوحه کې له قطري امیر سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وینا کوي - د اکتوبر دویمې انځور.
مسعود پزشکیان په دوحه کې له قطري امیر سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وینا کوي - د اکتوبر دویمې انځور.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي دي چې "جنګ نه غواړي" خو اسراییلو ته خبرداری ورکوي چې د توغندیو برید په ځواب کې یې اقدام کوي نو د تهران له "سخت غبرګون" سره به مخامخ شي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې ایران د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسراییلو په لسګونو توغندي وویشتل چې له کبله یې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دی.

اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پر خپل هېواد د ایران برید "لویه تېروتنه" وبلله او و یې ویل چې تهران به یې "قیمت ادا کوي."

نوموړي زیاته کړه: "څوک چې پر موږ برید کوي، موږ ورباندې برید کوو."

پزشکیان د اکتوبر پر دویمه د اسیايي هېوادونو په یوه سرمشریزه کې د ګډون لپاره قطر ته په رسېدو وویل چې هېواد یې "جنګ نه غواړي" خو اسراییل یې غبرګون ته "مجبوروي."

ده پر اسراییلو نیوکه وکړه چې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه یې وواژه. خو اسراییلو تر اوسه نه د هنیه د وژنې تردید کړی او نه یې مسوولیت منلی دی. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

پزشکیان زیاته کړه چې ایران "سوله او امنیت" غواړي.

۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو.

ایران د نوموړي تر وژنې وروسته، پر لبنان د اسراییلو د حملو او د حزب الله د مشر حسن نصرالله په ګډون د هغې ډلې د یوشمېر لوړپوړو مشرانو تر وژل کېدو وروسته څو ځلې ګواښ وکړ چې له اسراییلو به غچ واخلي.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا حزب الله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پر پوځي څانګې څانګې بندیز لګولی دی.

له بې پیلوټه الوتکې په اخیستل شوي انځور کې د یو توغندي برخه ښکاري چې په اړه یې فکر کېږي چې ایران پر اسراییلو ویشتلی وو - د اکتوبر دویمې انځور.
له بې پیلوټه الوتکې په اخیستل شوي انځور کې د یو توغندي برخه ښکاري چې په اړه یې فکر کېږي چې ایران پر اسراییلو ویشتلی وو - د اکتوبر دویمې انځور.

اسراییلي حکومت د اکتوبر پر لومړۍ وویل چې هوايي دفاع نظام یې د ایران زیاتره توغندي په فضا کې شنډ کړي دي.

خو د ایران انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران انقلاب) وویل چې په برید کې یې په تل ابیب او شاوخوا سیمو کې درې پوځي اډې په نخښه کړې دي.

هلته امریکايي ولسمشر جو بایډن وویل چې د ایران د بیلېسټېک توغندیو حملې ته د اسراییلو د ځواب په اړه جدي بحث روان دی.

نوموړي زیاته کړه چې داسې ښکاري چې د ایران برید "بې اغېزه" وو.

د امریکا د ملي امنیت شورا مشر جېک سولېوان ویلي دي چې ایران پر اسراییلو شاوخوا ۱۸۰ توغندي توغولي دي.

هغه دا د ایران له لوري په کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی وباله.

ایران تر دې مخکې په اپرېل کې هم پر اسراييلو په پراخه کچه د څه باندې ۳۰۰ بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه وکړل.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی وو.

هغه مهال اسراییلو ویلي ول چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران خپل بریدونه بریالي بللي ول.

XS
SM
MD
LG