د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت: ایران او پاکستان پر یوه ورځ نېزدې ۴،۰۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي


له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي افغان کډوال د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې له خپلو سامانونو سره د نومليکنې انتظار کوي ـ انځور له ارشيفه
له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي افغان کډوال د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې له خپلو سامانونو سره د نومليکنې انتظار کوي ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې ایران او پاکستان پر یوه ورځ نېزدې ۴،۰۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

هغه وزارت د جون پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳،۴۳۷ افغان کډوال له ایران او ۲۷۵ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کډوال د جون پر ۱۱مه د اسلام کلا، سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې "ناوړه" بشري وضعیت له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د جبري ایستلو او د سېلابونو په شان د طبیعي پېښو له امله لاپسې خراب شوی دی.

په وروستیو کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغان کډوالو پر جبري ستنولو اندېښنه وښوده.

د کمېشن غړو د جون پر ۱۱مه، د پېښور د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال لپاره د هغې خپلواکه او ناحکومتي ادارې د راپور له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو سرغړونه ده.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو امر وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

چارواکي وایي، تر دې دمه یې ۵۶۳،۶۳۹ بې اسناده افغانان هېواد ته ستانه کړي دي خو لا هم سلګونه زره په پاکستان کې مېشت دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو يوشمېر نورو سازمانونو هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پر عمل نيوکې کړې دي.

بل خوا د پاکستان حکومت د بې اسناده بهرنیانو ایستل د ملي امنیت په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG