د هند د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپیینز ټرافۍ) په سیالۍ کې نیو زیلینډ ته د ۲۵۰ منډو هدف ورکړ.
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د مارچ د دویمې سیالۍ پچه د نیو زیلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.
د الف ګروپ هغو دواړو لوبډلو تر اوسه هېڅ سیالي نه ده بایللې او وار له مخه د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته وتلې دي.
د هند لوبډلې د بیټېنګ په لومړیو اووه اوورونو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل خو شرېیاس اییر او اکشر پټېل د خپلې لوبډلې حیثیت پیاوړی کړ. اییر ۷۹ او پټېل ۴۲ منډې وکړې. وروسته هردېک پنډیا ښه توپوهنه وکړه او ۴۵ منډې یې وکړې.
هند په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۹ منډې وکړې.
د نیو زیلینډ میټ هېنري پینځه، کایل جېمیسن، وېل اورورکې، مېچل سینټنر او رچېن روېندرا یوه، یوه وېکټه واخیسته.
د مارچ دویمې تر سیالۍ وروسته به پته لګېږي چې د مارچ څلورمې او پینځمې نیمه پایلوبې به د کومو لوبډلو ترمینځ وي.
تر دې یوه ورځ مخکې جنوبي افریقا انګلستان (انګلینډ) ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د کراچۍ په ملي لوبغالي کې لومړی بیټېنګ انګلینډ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په ۳۹م اوور کې په ۱۷۹ منډو وسوځېدل. په ځواب کې جنوبي افریقا ټاکلی هدف په ۳۰ اوورو کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
له ب ګروپ څخه جنوبي افریقا او اسټرالیا نیمه پایلوبو ته لاره موندلې ده.
د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلو برخه اخیستې چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي.
د اتلانو جام د سیاليو پايلوبه یا فاینل به د مارچ پر نهمه کېږي.