د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغو سلګونه افغانان هغه هېواد ته نه لېږدوي چې مخکې یې ورسره ژمنه کړې وه.
د جرمني محافظه کاره حکومت ټینګار کوي چې د کډوالۍ د محدودولو لپاره تګلاره سختوي.
دا په داسې حال کې ده شاوخوا ۱،۸۰۰ افغانان په پاکستان کې مېشت دي او جرمني ته د لېږدېدو په تمه دي.
د وزارت ویاند د ډېسېمبر پر ۱۱مه ویلي چې له هغو څخه یې شاوخوا ۶۴۰ افغانان نه لېږدوي او هغوی به "په راتلونکو ورځو کې خبر" کړي چې "د منلو لپاره یې نوره سیاسي اراده نه شته."
په اغېزمنو کې هغه افغانان هم شامل دي چې د افغانستان د نړیوال ماموریت پر مهال یې د جرمني له پوځ یا دولتي ادارو سره کار کړی وو.
خو ویاند زیاته کړې چې یوازې هغه کسان جرمني ته لېږدوي چې "قانوني ژمنه" ورسره شوې وي.
جرمني په ۲۰۲۱ز کال پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره جرمني ته د انتقال بهیر پیل کړې وه چې افغانستان کې د پاتې کېدو په صورت کې یې ژوند له خطر سره مخامخ بلل کېدی.
د جرمني رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ز کال تر اپرېل میاشتې شاوخوا ۴،۰۰۰ پخواني ځايي کارکوونکي او د هغوی د کورنیو ۱۵،۰۰۰ غړي هغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې برلېن د نومبر پر ۲۰مه ۵۲ افغانان له پاکستانه هغه هېواد ته ولېږدول.
هغه سږ کال په مې کې په جرمني کې د حکومت تر بدلېدو وروسته د افغانانو شپږمه ډله وه چې له پاکستانه هغه هېواد ته ولاړله.
د جرمني نوي حکومت تراوسه پورې یوازې هغو افغانانو ته ورتګ اجازه ورکړې ده چې په هغه هېواد کې يې د مېشتېدو لپاره د پیل شوي پروګرام لاندې منظوري ترلاسه کړې او د قانوني بهیر له لارې یې ویزې ترلاسه کړې دي.
په داسې حال کې چې پاکستان د سېپټېمبر له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی داسې اندېښنې دي چې اسلام اباد ښايي غربي هېوادونو ته د تګ منتظر افغانان هم وباسي.