د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرنايي کې چاودنې د سکرو کانونو ۱۰ مزدوران وژلي دي


په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې د کانونو مزدورانو د خپلو ملګرو د وژلو پرضد مظاهرې هم کړې دي.
په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې د کانونو مزدورانو د خپلو ملګرو د وژلو پرضد مظاهرې هم کړې دي.

د بلوچستان د هرنايي ضلعې په ښارګه کې په چاودنه کې د سکرو د کانونو ۱۰ مزدوران وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د هرنايي د ضلعي انتظامیې او امنیتي چارواکو په حواله ویلي دي چې د سکرو کان کیندونکي د فبرورۍ پر ۱۴مه د جمعې لمانځه لپاره روان ول چې ګاډی یې د بمي چاودنې ښکار شو.

د هرنايي یو انتظامي چارواکي سلیم ترین اې اېف پي او یو امنیتي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې دا یو رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه.

د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) حضرت ولي اغا رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د پېښې پر مهال په ګاډي کې ۱۷ مزدوران سپاره ول.

رویټرز اژانس د یو ډاکټر له خولې زیاتوي چې په ژوبلو کې د دوو روغتیايي وضعیت خراب دی.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې. البته په هغه سیمه کې بلوڅ بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) فعاله ده او په تېرو وختونو کې یې د سکرو پر لاریو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

هرنايي د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۱۶۰ کېلومیټره لیرې پرته پښتون مېشته ضلع ده چې پکې د سکرو یا کویلې کانونه موجود دي او زیاتره کارکوونکي یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وي.

چارواکو اژانسونو ته ویلي چې چاودنه د هرنايي په ښارګه کې شوې ده.
چارواکو اژانسونو ته ویلي چې چاودنه د هرنايي په ښارګه کې شوې ده.

په بلوچستان کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي. د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې وسلوالو د هغې صوبې په بله پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې په سکرو بار درې لارۍ وسوځولې. تر هغې وروسته د ټرکونو مالکانو احتجاجي کاربندیز وکړ او له حکومته یې د لویو لارو د خوندي کولو غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې هم وسلوالو په سکرو بار ۱۱ ټرکونه سوځولي ول. د هغې پېښې ذمه واري بي اېل اې منلې وه.

په بلوچستان کې د سکرو يا کويلې له کاروبار سره په مجموعي توګه د لسګونو زرو خلکو روزګار تړلی دی. د کانونو مالکان وايي، له هغه وخت راهیسې چې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي، مزدوران دې ته زړه نه ښه کوي چې په غرنیو سیمو کې کانونو ته ولاړ شي.

بلخوا د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو (کویلې) کاروباریان وايي، اېف سي ځواک هره میاشت ورڅخه د امنیت ساتنې په نامه په لکونو روپۍ اخلي خو امنیت یې نه ساتي. د سکرو د کانونو مالکانو ويلي چې اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې دوه مېلیونه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي. د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند البته وايي چې په دې اړه د کانونو د مالکانو په رضامندۍ یو تړون شوی وو.

د کانونو مالکان دا هم وایي چې بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم ورڅخه باج اخلي، او که يې ور نه کړي نو بيا د مرګ ګواښونه ورته کوي. هغې ډلې لا د کانونو د مالکانو دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG