د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پارلېماني انتخابات روان دي


په لاهور کې یوشمېر ښځې د رایې کارونې مرکز ته ترننوتو مخکې په قطار کې ولاړي دي - پخوانی انځور.
په لاهور کې یوشمېر ښځې د رایې کارونې مرکز ته ترننوتو مخکې په قطار کې ولاړي دي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د قامي او څلورواړه صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره عام انتخابات پیل شوي دي چې پکې ټاکل شوې چې مېلیونونه وګړي برخه واخلي.

د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه به د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وي.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریالان وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې د رایې اچونې بهیر روان دی. سهار مهال د خلکو شمېر زیات نه وو خو انتخاباتي چارواکي هیله لري چې د ورځې په اوږدو کې به دا بهیر ګړندی شي.

د پېښور په ګډون د پاکستان په زیاتره لویو ښارونو کې د ګرځنده ټېلېفون انټرنېټي خدمات ځنډول شوي دي.

په کوټه او کراچۍ کې د مشال راډیو خبریالان وايي، د فبرورۍ اوومې پر بریدونو سربېره خلک د رایې اچونې مرکزونو ته ځي.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ پر اتمه په ټول ملک کې عامه رخصتي (چوټي) اعلان کړې چې ډېر خلک د رایو کارولو ته وهڅوي او انتخاباتي بهیر په سم ډول ترسره شي.

په پېښور کې د انتخاباتو له مرکزه ژوندی پوښښ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

ټولټاکنې پر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو، کې ناامني زیاته شوې ده. تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې، د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۲۸ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.

په همدې حال کې د سيند د اطلاعاتي چارو نګران وزير ویلي دي چې په هغه صوبه کې د انتخاباتو پر مهال د ناامنۍ د پېښو خطر شته دی.

خو د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو ویلي دي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره یې انتظامات کړي دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې په صوبه کې یې د انتخاباتو امنیت لپاره انتظامات کړي دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر شمشاد خان د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره په مرکه کې وويل چې په ټولو ښاري او په ځانګړې توګه په قبایلي ضلعو کې یې کلک امنيتي ګامونه پورته کړي دي. هغه زیاته کړه چې په انتخاباتو کې به د پوځ رول یوازې تر امنيت ساتلو پورې محدود دی.

حکومت وايي چې د رایې اچونې مرکزونو او انتخاباتي بهیر د امنیت لپاره یې شاوخوا شپږ نیم لکه پولیس او د پوځ په ګډون د نورو ځواکونو سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي او د کورنيو چارو نګران وزير اعجاز ګوهر د فبرورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په ټول هېواد کې د انتخاباتو لپاره ۹۰،۷۷۷ د رایو اچولو مرکزونه (پولېنګ سټېشنونه) جوړ شوي دي چې ورڅخه یې ۲۰،۹۸۵ د امنیت له پلوه "حساس" او ۱۶،۷۶۶ "ډېر حساس" بلل شوي دي. په دې حساب په پاکستان کې د رايو اچولو ۲۰ سلنه مرکزونه له امنیتي پلوه حساس ګرځول شوي دي.

لنډمهالو وزيرانو زياته کړه چې د رایو اچولو په هر مرکز کې څلور پوليس سرتېري ځای پر ځای کېږي خو په حساسو سيمو کې به یې شمېر زيات وي.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر اوومه د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولو لارو تړلو اعلان وکړ او و یې ویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا، د هغه هېواد ۱۲۸.۵ مېلیونه وګړي خپل ووټ کارولای شي چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې دي.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

XS
SM
MD
LG