د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د ۴ ګوندونو اتحاد د انتخاباتي نتیجو بدلولو پرضد احتجاجي پرلت وهلی دی


په کوټه کې د څلورو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۲مه پرلت ته دوام ورکړی دی.
په کوټه کې د څلورو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۲مه پرلت ته دوام ورکړی دی.

په بلوچستان کې څلورو ګوندونو د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د درغلۍ او د نتیجو بدلولو د تورونو پر اساس ګډ احتجاجي تحریک پیل کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) مشرانو او سیاستوالانو تر بیړنۍ غونډې وروسته وویل چې په شریکه احتجاجونه پیلوي او د پایلو ځنډولو لپاره عدالتونو ته ځي.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) سیاستوال او پخواني سېنېټر ثنا بلوڅ تر غونډې وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي ول چې څلورواړو ګوندونو دا پرېکړه هم کړې چې د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ محاصره کوي او د صوبې د "ولس د اصلي استازو" موازي (متوازي) اسمبلي جوړوي.

د هغو ګوندونو غړو او پلویانو تر خپل اعلان یوه ورځ وروسته د بلوچستان په مرکز کوټه کې د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

په عین وخت کې د هزاره جمهوري ګوند مشرانو، غړو او ګڼو پلویانو، چې ښځې هم پکې شاملې وې، هم د فبرورۍ پر ۱۱مه د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

د هغه ګوند یو مشر مرزا حسین مشال راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې ورسره ټګي شوې ده.

په کوټه کې ګڼو ښځو هم د هزاره جمهوري ګوند په احتجاج کې ګډون وکړ - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.
په کوټه کې ګڼو ښځو هم د هزاره جمهوري ګوند په احتجاج کې ګډون وکړ - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.

له هغو څلورو ګوندونو پرته هم په بلوچستان کې د انتخاباتي نتیجو بدلېدو پرضد تازه احتجاجونه شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند غړو او پلویانو په چمن کې پرلت وهلی دی او د کوټې او چمن ترمینځ یې لویه لاره تړلې ده.

د فبرورۍ پر ۱۱مه په بوري (لورالايي) کې د پیپلز ګوند ښځینه پلویانو د انتظامي مشر دفتر مخې ته د مظاهرې پر مهال دعوه وکړه چې د دوی له نوماند شمس حمزه زي سره ټګي شوې ده.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن لا د بلوچستان د څلورو ګوندونو د احتجاجي تحریک او د نورو ګوندونو د مظاهرو او دعوو په اړه څه نه دي ویلي خو د هغې خپلواکه ادارې مشر سکندر سلطان راجا د فبرورۍ پر اتمه ویلي ول چې انتخاباتي بهیر په بشپړه توګه "شفاف او منصفانه" وو.

کمېشن داراز وايي چې که څوک د پایلو په اړه شکایتونه لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

له دې پرته د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د ټاکنو بهیر په اړه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر زیاته کړه چې د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال او د فبرورۍ پر نهمه په اعلان شویو انتخاباتي پایلو کې زیات توپیر نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ پر ۱۰مه هم د بلوچستان په مختلفو ښارونو کې د ټولټاکنو د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه وکړل.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، بلوچستان نېشنل عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام (ف) او پیپلز ګوند مخکښه مشرانو او غړو د فبرورۍ پر ۱۰مه په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده.

انتخاباتي کمېشن دریځ لري چې ټاکنې شفافې وې او وايي چې په بلوچستان کې د رایو ورکولو مرکزونه له یو بله ډېر لیرې ول نو ځکه نتیجې وځنډېدې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG