د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان وايي نور له اېسټیبلېشمنټ سره ملګرتیا نه کوي او انتخاباتي پایلې ردوي


اېمل ولي خان په پېښور کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.
اېمل ولي خان په پېښور کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مخکښ مشر اېمل ولي خان پر اېسټیبلېشمنټ د فبرورۍ اتمې د انتخاباتو نتیجو بدلولو تور پورې کړی دی او ویلي یې دي چې نور ورسره ملګرتیا نه کوي.

د هغه ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۱۱مه د پېښور په باچا خان مرکز کې د ګوند له صوبايي او مرکزي مشرانو او انتخاباتي نوماندانو سره تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې اېسټیبلېشمنټ د انتخاباتي عملې له لارې ټګي کړې ده نو ځکه "پایلې یو ځل بیا بیخي ردوي."

اېمل ولي خان وړاندې وویل، په ټولټاکنو کې تر ماتې وروسته نور له اېسټیبلېشمنټ سره دوستي نه کوي. "موږ دا فکر کړی وو چې سوله به راشي، نو ځکه له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې له اېسټیبلېشمنټ سره ودرېدو. موږ په دې دوران کې د دې اېسټیبلېشمنټ او وطن لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې خو اوس دې نتیجې ته ورسېدو چې د پاکستان اېسټیبلېشمنټ د پښتنو لپاره کوم ښه فکر نه لري. وخت راغلی دی چې څوکیدار خپلې څوکیدارۍ ته ولاړ شي. نور بس دی."

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځي او امنیتي ادارې لپاره کارېږي چې تر اوسه یې د هغو ګوندونو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي.

د عوامي نیشنل ګوند هغه وویل چې د درغلیو پرضد احتجاج کوي خو عدالت ته نه ځي، ځکه چې په ادعا یې، د عدالتونو "واک هم له اېسټيبلېشمنټ سره دی."

اېمل ولي خان وویل، خپله مقدمه "ولس ته وړم او ګیله مې له اېسټیبلېشمنټه ده."

نوموړي زیاته کړه، "د اېسټیبلېشمنټ د مخالفت" کولو معنا او موخه دا ده چې "هغوی تر خپلې اییني دایرې محدود شي."

د عوامي نیشنل ګوند بل مخکښ مشر او له کوز دیره انتخاباتي نوماند زاهد خان مشال راډیو ته وویل چې پوځي ادارې په انتخاباتو کې د ټګۍ له لارې په پنجاب کې مسلم لیګ (ن) بریالی کړ او د انتخاباتو د شفافیت تاثر ورکولو لپاره یې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي خپلواک یا ازاد نوماندان بریالي کړل.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر اتمه قامي او څلورواړه صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره د عامو انتخاباتو تر ترسره کېدو درې ورځې وروسته ټولې غیر حتمي نتیجې اعلان کړې چې له مخې یې په قامي اسمبلۍ او د خیبر پښتونخوا او پنجاب په اسمبلیو کې خپلواکو امېدوارانو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان پوځ، لنډمهالي حکومت او انتخاباتي کمېشن لا د عوامي نیشنل ګوند د مشرانو تورونو او دعوو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

خو انتخاباتي کمېشن دریځ لري چې ټاکنیز بهیر مکمل روڼ او عادلانه وو.

د کمېشن له غیرحتمي نتیجو سره سم، عوامي نیشنل ګوند له خیبر پښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ ټولې څوکۍ بایللې دي او د صوبايي اسمبلۍ یوازې یوه څوکۍ یې ګټلې ده.

البته د عوامي نيشنل ګوند مخکښ مشر او انتخاباتي نوماند امیر حیدر خان هوتي د فبرورۍ پر نهمه د ابتدايي نارسمي او غیر حتمي پایلو تر اعلانېدو وروسته په بیان کې وویل چې تر ماتې وروسته د ګوند د مرکزي مرستیال مشر (سینییر نایب صدر) په توګه له عهدې استعفا ورکوي. نوموړي زیاته کړې وه چې په "خلاص زړه د خپلې پلرنۍ سیمې مردان په ټولو حلقو کې د اې اېن پي د ماتې مسوولیت" مني.

خو دا یوازې عوامي نیشنل پارټي نه ده بلکې په پاکستان کې ګڼو نورو ګوندونو هم په مختلفو ځایونو کې د انتخاباتي نتیجو د ځنډولو پرضد مظاهرې او د پایلو بدلولو دعوې کړې دي.

په بلوچستان کې بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره ډېموکریټېک پارټۍ د فبرورۍ پر ۱۰مه تر غونډې وروسته د نتیجو بدلولو پرضد د احتجاجي تحریک پیلولو او عدالت ته د تګ اعلان وکړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، بلوچستان نېشنل عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام (ف) او پیپلز ګوند مخکښه مشرانو او غړو د فبرورۍ پر ۱۰مه د بلوچستان بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده.

پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي هم د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د ټګۍ تور په پورې کولو او د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي.

د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۰مه په کراچۍ، پېښور او کورمه کې د مظاهرو پر مهال د رایو په شمېر او په نتیجو کې د رد و بدل تورونه پورې کړل.

تحریک انصاف د پاکستان په نورو ښارونو کې هم مظاهرې کړې دي او وايي چې د نتیجو ځنډېدو او بدلولو پرضد عدالت ته ځي.

د غیر حتمي پایلو اعلانېدو کې ځنډ او د انتخاباتي کمېشن دریځ

په پاکستان کې چې د ووټونو شمېر پیل شو نو دا امکان وو چې زیاتره غیر حتمي نتیجې د فبرورۍ پر نهمه تر نیمې شپې پورې اعلان شي خو دا بهیر وځنډېد.

انتخاباتي کمېشن وروسته وویل چې د ځنډ لامل د انټرنېټي خدماتو ټکني کېدل دي. د کمېشن چارواکو دا هم وویل چې په بلوچستان کې د رایو ورکولو مرکزونه له یو بله ډېر لیرې ول نو ځکه نتیجې وځنډېدې.

داراز، د هغې خپلواکه دولتي ادارې مشر سکندر سلطان راجا د فبرورۍ پر اتمه ویلي ول چې انتخاباتي بهیر په بشپړه توګه "شفاف او منصفانه" وو.

کمېشن وايي چې که څوک د پایلو په اړه شکایتونه لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

له دې پرته د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د ټاکنو بهیر په اړه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر زیاته کړه چې د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال او د فبرورۍ پر نهمه په اعلان شویو انتخاباتي پایلو کې زیات توپیر نه شته.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو لپاره د ۵،۱۲۱ نوماندانو ترمینځ سیالي وشوه چې له هغو څخه یې ۳۱۲ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

داراز، د څلورو صوبايي اسمبلیو د ۵۹۰ څوکیو ډکولو لپاره د ۱۲،۶۹۵ امېدوارانو ترمینځ سیالي وشوه چې ورڅخه یې ۵۷۰ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا، د هغه هېواد ۱۲۸.۵ مېلیونه وګړو خپل ووټ کارولای شو چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم، په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې وې.

په پاکستان کې د ازادو او رڼو انتخاباتو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فري اېنډ فېیر الېکشن نېټورکم یا فافېن) د فبرورۍ پر ۱۰مه په خپل لومړني رپورټ کې وویل چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې ۴۸ سلنه خلکو خپلې رایې وکارولې.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

XS
SM
MD
LG