د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي دي


پولیس په منځنۍ کورمه کې د لټون عملیاتو پر مهال له خلکو پوښتنې کوي - پخوانی انځور.
پولیس په منځنۍ کورمه کې د لټون عملیاتو پر مهال له خلکو پوښتنې کوي - پخوانی انځور.

په منځنۍ کورمه کې یو ګاډی د بمي چاودنې ښکار شوی دی چې پکې د پولیسو په وینا، څلور تنه وژل شوي او دوه ژوبل دي.

پولیس او د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکي وايي چې وړوکی ګاډی د جون پر ۱۶مه د سدې پر لوري روان وو چې د مرغانو سړک پر یوه پېچومي د ځمکلاندې ښخ بمي چاودنې ښکار شو.

د کورمې د پولیسو مشر نثار احمد مشال راډیو ته وویل چې د پېښې ښکار شوي د یوې کورنۍ غړي دي.

دی وايي، "دا د تخریبکارۍ" پېښه ښکاري خو زیاته یې کړه چې پولیس پلټنې کوي او معلوموي چې عام وګړي چا او ولې په نخښه کړل.

د رېسکیو ۱۱۲۲ یو مشر علي مرجان مشال راډیو ته وویل چې په چاودنه کې دوه تنه پر هغه ځای ووژل شول او څلور ژوبل کسان یې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته په ټل کې پوځي روغتون ته ولېږدول خو هغه هلته دوو تنو سا ورکړه.

د بمي چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له یوې مودې راهیسې په کورمه کې بالعموم او په منځنۍ کورمه کې په ځانګړي ډول امنیتي وضع خرابه ده او هلته په بریدونو کې نه یوازې ولسي وګړي بلکې امنیتي سرتېري هم په نخښه شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په منځنۍ کورمه کې وسلوال ګرځي او حملې کوي.

د پیر قیوم اوسېدونکي او مدني فعال حکمت خان حکمتیار د جون پر ‍۱۶مه مشال راډیو ته وویل، ځايي وګړو د ناامنۍ پرضد غږ پورته کړی دی خو دا د حکومت دنده ده چې د وسلوالو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورمه شیعه او سني فعالانو د جون پر ۱۵مه د ناامنۍ پرضد له سدې څخه تر پاړه چیناره احتجاجي لاریون وکړ.

د پاکستان پوځ په منځنۍ کورمه کې څو ځلې د وسلوالو پرضد عملیات کړي دي.

ضلعي انتظامیې او د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې په کورمه کې امنیت ته ژمن دي.

د خیبر پښتونخوا مشر یا چیف سېکرټر ندیم اسلم چودري د جون پر ۱۱مه په پاړه چینار کې د ځايي مشرانو غونډې ته ویلي ول چې حکومت د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت پوره کوي.

ده وویل، سیمې ته "ځینې خلک ورداخل" شوي دي، خو په وینا یې چې کله ولس متحد شي او د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي نو د امن خرابولو هره هڅه ناکامولې شي.

د خیبر پښتونخوا هغه لوړپوړي بیوروکراټ دا و نه ویل چې کورمې ته څوک یا د کومې ډلې غړي ورغلي دي او په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

خو چودري زیاته کړه چې په سیمه کې له روانو حالاتو خبر دی او که څوک د امن خرابولو هڅه وکړي نو پر ضد به یې اقدامات کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG