د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې چاودنې د پخواني سېنېټر هدایت الله په ګډون ۵ تنه وژلي دي


هدایت الله په وروستي ځل له ۲۰۱۸ز څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې د سېنېنټ غړی وو.
هدایت الله په وروستي ځل له ۲۰۱۸ز څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې د سېنېنټ غړی وو.

پولیس وايي، د باجوړ په ماموندو کې په بمي چاودنه کې د پخواني سېنېټر هدایت الله خان او دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د جولای پر درېیمه مازیګر مهال د ماموندو په ډمه ډوله کې شوې ده.

دی وايي، داسې ښکاري چې دا د رېموټ کنټرول بم برید وو چې هدف یې د هدایت الله ګاډی وو.

محمد اسرار وايي چې په چاودنه کې د هدایت الله ګاډی تباه شوی دی. دی وايي چې د وژل شویو د باجوړ ضلعې لوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي مخکې ویلي ول چې په پېښه کې د هدایت الله په ګډون دوه تنه وژل شوي، خو وروسته پولیسو مشال راډیو ته استولي لیکلي بیان کې ویلي دي چې په چاودنه کې د پخوانی سېنېټر د امنیت لپاره دوه پولیس سرتېري او په ګاډي کې ناست دوه نور کسان هم وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې هدایت الله د صوبايي اسمبلۍ د ضمني انتخاباتو د کیمپېن لپاره ډمه ډولې ته تللی وو.

د هدایت الله وراره د صوبايي اسمبلۍ د ۲۲مې حلقې څوکۍ لپاره نوماند دی.

د بمي چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

خو د پولیسو ویاند زیاتوي چې تر پوره معلوماتو غونډولو وروسته د پېښې مقدمه دایروي.

قبايل دې په قانون سازۍ پوه استازي منتخب کړي: سېنېټر هدایت الله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په باجوړ کې په چاودنه کې د پخواني سېنېټر پر وژنه خپګان ښوولی دی.

د ولسمشر له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې زرداري د "ترهګرۍ" د هغې پېښې "سخته غندنه" کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین هم د هدایت الله پر وژنه خپګان ښوولی دی.

نوموړي پراېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې غورځنګ یې د جولای پر اوومه د ترهګرۍ پرضد د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې مظاهرې کوي.

د پیپلز ګوند سیاستوالې او په سېنېټ کې د ګوند پارلېماني مشرې شېري رحمان پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې هدایت الله به تل په سېنېټ کې د قبایلي سیمو د مسلو یادونه کوله.

د سېنېټ چېرمېن یوسف رضا ګېلاني، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم په جلا، جلا بیانونو کې د باجوړ په چاودنه کې د پخواني سېنېټر او ورسره د نورو کسانو پر مړینه خپګان ښوولی دی.

هدایت الله د ناوګۍ اوسېدونکی، د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي بسم الله خان زوی او د پخواني وزیر او د خیبر پښتونخوا د پخواني ګورنر انجینر شوکت الله خان کشر ورور وو.

نوموړی دوه ځلې د سېنېټ غړی منتخب شوی وو او د روان کال په مارچ کې یې د سېنېټرۍ دویمه شپږ کلنه دوره پای ته ورسېده.

په باجوړ کې له اوږدې مودې راهيسې د هدفي وژنو او بمي چاودنو لړۍ روانه ده چې ګڼ قبايلي مشران، سياستوال او پوليس سرتېري پکې په نخښه شوي دي.

د باچوړ په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

له دې پرته وفاقي حکومت د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو پیلولو اعلان هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG