د کراچۍ په لیارۍ سیمه کې د یوې ودانۍ پرېوتو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۷ ته رسېدلی او شپږ تنه ژوبل دي.
هغه وداني د جولای پر څلورمه سهار مهال پرېوتې وه او پکې د چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۵ کورنۍ اوسېدې.
د کراچۍ د سوېلي ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) غلام نبي کوسو د جولای پر شپږمه خبریالانو ته وویل، په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یوه ۱۰ میاشتنۍ ماشومه هم شامله ده.
دی وايي، د ژغورنې او لټون چارو دوه ورځني عملیات پای ته رسېدلي دی.
عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر کسانو د پېښې پر مهال په تېښته ځانونه وژغورل.
په کراچۍ کې د ودانیو د کنټرول اداره او نورو حکومتي ادارو هغه وداني کمزورې او د نړېدو له خطر سره مخامخ بللې وه او خلکو ته یې د کورونو خالي کولو سپارښتنه هم کړې وه.
خو د اوسېدونکو لپاره د بدیلې سرپناه نه شتوالي له وجې هغوی مجبور ول چې هلته پاتې شي.
په کراچۍ کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوې دي چې پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د کراچۍ ښاروال د پېښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي ول چې پلټنې کوي او د ودانۍ جوړولو منظوري ورکوونکو سرکاري چارواکو پرضد به قانوني اقدامات کوي.