د ترکیې په یو ۱۲ پوړیز هوټل کې د اور پېښې له کبله د وژل شویو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د جنورۍ پر ۲۱مه شپې ناوخته وویل چې د ګرینډ کارتال هوټل په پېښه کې د وژل شویو ۵۲ تنو پېژندګلوي شوې ده.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د نوموړي له خولې وايي، د پېښې پر مهال ۲۳۸ مساپر په هوټل کې مېشت ول.
د کورنیو چارو وزیر زیاتوي چې چارواکو ته د اور اطلاع د جنورۍ پر ۲۱مه سهار پر ۲۷ باندې درو بجو ورکړل شوې وه او اور وژونکي پر پاو باندې څلورو بجو د پېښې په ځای کې ول.
هغه هوټل د ترکیې د شمال لویدیځ بولو ولایت په کارتالکایا سیمه کې دی چې په ژمي کې ګڼ خلک ورته پر واورې د ښویېدا (سکي) او تفرېح لپاره ورځي. په هغه سیمه کې د کوراوغلو په نوم غرونه پراته دي.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د ترکیې د روغتیا وزیر کمال مېمېس اوغلو له خولې ویلي ويلي دي چې په اورلګېدنه کې ۵۱ تنه ژوبل شوي هم دي چې ورڅخه یې د یو روغتیايي وضعیت خراب دی او ۱۷ تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې پر مهال د هوټل په پورتنیو پوړونو کې ګډوډي پیدا شوه او چغې اورېدل کېدې.
دوی وايي، ځینو کسانو له کړکیو د ښکته کوزېدو لپاره څادرونه او د بسترو پوښونه ځړولي ول او ځینو یې ان د ځان ژغورلو لپاره له کړکۍ لاندې ټوپ وواهه.
د اور لګېدو لامل لا معلوم نه دی خو چارواکي وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.